خبریال: عادل – يو شمېر ژورنالېستانو له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې مالوماتو ته نه لاس رسی او پر وړاندې يې ګواښونه د دوی لویې ستونزې دي.
خبريالانو دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې نن د می درېيمه په ټول هېواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ لمانځل کيږي.
د هلمند د ازادو رسنيو په دفتر کې راټول د بېلابېلو رسنيو خبريالانو وويل چې، ځايي دولتي چارواکي د پېښو پر وخت مالومات نه ورکوي، دوی ډېره وي ډېری واخت عام خلک په يوې خبريزې موضوع خبر وي، خو دولتي چارواکي خبريالانو ته د مالوماتو ورکولو ډډه کوي.
دوی وايي: ((زموږ لويه ستونزه دا ده چې چارواکي مالومات نه راکوي، ځينې وخت زموږ په خبرونو دولت او د دولت وسله وال غبرګون ښکاره کوي، امنيت مو پر وړاندې بله ستونزه ده چې موږ خوندي نه يو.))
دغه راز په هلمند کې ځينې خبريالان بيا د امکاناتو د نه شتون خبره کوي او وايي د ازادو خبريالانو له رسنيز دفتر سره تر اوسه نه دولت او نه بل بنسټ مرسته کړې ده، د دوی په خبره چې په نه امکاناتو کار کوي خو بيا هم له بېلابېلو ګواښونه سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د می درېيمه په ټوله نړۍ کې د ازادو خبريالانو د ورځ په توګه لمانځل کيږي.
په هېواد کې د خپلواکو رسنيو د ټولنې مرکزي مسؤلين وايي، له تېر يو کال راهيسې په ټول هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې ۱۰۵ بېلابېلې پېښې شوي دي چې د څلورو خبريالانو د وژل کېدو پېښې هم پکې شاملي دي.