په ۱۹۹۲كال كې كله چې په كابل كې سخت جنگونه پيل شول، زما لاس ته د الجزاير د مشهور ليكوال او مبارز فرانتز فانون يو كتاب چې، د ځمكې پر مخ دوزخيان٬٬نوميده راغى ٠ زه د فانون امه سزر او نورو ليكوالو له نامه سره تر مخه اشنا وم ٠ د فانون كتاب مې په غور سره ولوست ,خو ماته ددې كتاب عملي زمينه دليدو وړ نه وه٠ علت يى دا وو چې افغانستان كې استعمار دزيات وخت له پاره پښې نه وې ټينگې كړې چې خپل ژور اثر وښندي ٠ ماته تر دغه وخته چې له افغانستان څخه نه وم وتلى دفانون ددوزخيانو اثر يوازې مالوماتي هغه و ۔ خو په ۱۹۹۴كال كې زه پيښور ته په كډه شوم ،له اولو څو ورځو وروسته مې پاكستاني كركتر ته پام شو ،په تيره بيا هغه كركتر ته چې په اداره كې كار كوي اودلاندې اوپاس سره مخامخ وي.لاندې اوپاس نه مې هدف دامر او لاس لاندې څخه دى ۔ ورو ورو مې كركتر ته ښه پام راواوښت.اوبالاخره پوه شوم چې دا كركتر خو ما چيرته ليدلى دى ۔ ښه ځير شوم اوله زيات فكر كولو نه وروسته دې نتيجې ته ورسيدم چې كركتر مې دمخه نه و ليدلې بلكې ما دفانون كتاب لوستى و ۔ د٬٬ځمكې پر مخ دوزخيان ٬٬۔ دا مهال له ما سره دفانون اثر نه وو ۔بلكې دځينو كسانو په ليدلو سره به مې دفانون كتاب مخې ته پريووت ،اوپه لوستلو به يې بوخت شوم۔ څه لولم ؟ ديو تحقير شوې انسان دعقدو اوكامپلكسونو(complexes) بړاس ۔ ديو داسې كركتر چې په كلونو كلونو يې امر اوريدلي وي ذلالت يې ليدلي وو اوددې ډول عمل نه ورته سخته عقده پيدا شوي وي ۔ ددې له پاره چې ځان وښايي چې د ټيټ كلاس پورې مربوط نه دى نو په خبرو كې پنځوس په سلو كې انگريزې ورگډوي اوخبري كوي اوچې څوك يې لاس لاندې وي نو په هغه هاغسې دپكه او امر كوې چې له دې لارې وكولاى شي دخپل نيمگړي شخصيت انډول برابر كړي ۔سره له دې چې دا انډول نه برابريده خو ددغه خوار هڅه هم داوه ۔ نو دا ډول ما دفانون كتاب دويم وار په لابراتوار كې ولوست ۔ اودا لابراتوار داستعمار هغه پاكستان و چې زما په څير يې ډير نور هم اگاه كړل ۔
پاتې دې نه وي چې فانون داروا پوهنې يو داكتر و ،هغه ساده ليكوال اوژورنالست نه و ۔ هغه داستعمار اواستعمار ځپلي اړيكي دنوې پوهنې په رڼا كې څيړلي وې۔داسې اړيكې چې داستعمار تشدد په كلونو كلونو داستعمار ځپلي اولس په ذهن اودماغ اوپه تحت الشعور كې ځاى نيولى دى ۔ هغه يې د((گريگوار سامسا ) په څير مسخ كړى دى ،له هغه يې بل څه جوړ كړي دي ۔
فرانتز فانون چې په لويديځ كې دلويديځ والو نه خوښيږي اوداستعمار ديو كلك دوښمن په توگه پيژندل شوى دى ۔ انتيل اصله تورپوستى الجزايرى و ( ۱۹۲۵-۱۹۶۱) ۔فانون دارواپوهنې په برخه كې خپلې زده كړې پاى ته ورسولي اودخپلو ورځنيو تجربو له مخې په دې پوهيده چې داستعما لاندې خلكو يا افرادو رواني حالت په علمي ډول تجزيه اوتحليل كړي ٠ پردې برسيره فانون داستعمار ځپلي فرد په توگه ژوندكړی اوشخصي تجربې يې هم درلودلې ٠ همدغه تجربو نوموړې ته ددرونې ېا دننې قضاوت صلاحيت وركړ ٠
فانون پريكړه كړې وه چې دسپين پوټكو ستره اشتباه په ډاگه كړي چې دانسان اوانسانيت په وړاندې يې كوي ۔ اوهمدا ډول دتور پوستكو دستر سراب په لور تگ څخه هم گوښى اونوې لار غوره كړي اوپه دې كار كې نوموړې دستر امتياز خاوند دى ٠ دهغه روښانه لرليد اوليد توگه ددې سبب شوه چى نوموړى په ټول شدت سره سر سخته اوسر ښندونكى ژمن پاتې شي ٠
فانون پريكړه كړې چې په الجزاير كې داستعمار تر جغ لاندې هيواد كې پاتې اوكار وكړي اودهغو كسانو په منځ كې ژوند وكړي چې داستعمار له خوا ځپل شوي ژوند اومبارزه کوي ٠ نوموړي په خپله وينا كې چې نژاد پرستي اوفرهنگ نوميږي په۱۹۵۶كال كې دتور پوستو ليكوالو په كنگره كې څرگنده كړه اويو وار بيايي خپل نظريات مطرح كړه ٠ دفانون په دې څيړنه اوشننه كې دهغه تور(اتهام ) اودهغه درك اوژمنتوب دقيق اوڅرگند دى ٠ دنژاد پالنې په باب هغه كوم تصادفي اواتفاقي كشف نه كوي ،بلكې هغه په دې باور دى چې ټاكلي اوڅرگندې مشخصې ډلې دي چې دبشريت په وړاندې او ديوې مشخصې ډلې له خوا داستعمار لاندې خلكو زبيښل دى ٠ هغه يوې نتيجې ته رسيدلى و ،هغه دا چې ددې منطقې پاى يوازې مبارزه اوديوه هيواد بشپړه ازادي ده ٠ دا مبارزه هسې تشې خبرې نه دي ٠ كله چې نوموړى د(( بلده )) په روغتون كې و او داوا پوه ډاكتر په توگه يې دالجزاير په انقلابي سازمان كې مبارزه پيل كړه په ټولو مواردو كې وړاندې اونوښتگر و ،فانون داستعمار داغيزو په باب زيات يا دښتونه چې رواني حقايق يې درلودل را ټول كړل ، سيمه ييز دودونه اوداستعمار سره دهغو روابط يې وڅيړل اوپه بيلو بيلو ټوكونو كې يې راټول كړل ٠
دالجزاير دانقلاب پر مهال دفانون فعاليتونه ددې سبب شول چې دفرانس پوليس يې تعقيب كړي ۔په نتيجه کې هغه تونس ته ولاړ ،نوموړې په خپلې استعفا سره خپل تعهد دازادۍ سره نور هم ټينگ اوپياوړى كړ ٠ فانون په تونس كې دالجزار دملې ازادي بخښوونكي جنبش په مطبوعاتي څانگه كې كار كولو اودالمجاهد دچاپولو په ډله كې شامل و ،فانون په خپلو ليكنو كې په نه ستړي كيدونكي توگه داستعمار ي دستگاه بوده تنسته په ډاگه كړه اوداسې يې وښوده په داسې حال كې چې يو ميليون الجزايريان په دسته جمعي توگه ووژل شول هغوۍ چې داستعمار پلويان و په يو ډول نه يو ډول سره يو والې لري ٠
دفرانس دروښانفكرانو اودموكراتانو په باب دفانون شننو دفرانس دكيڼ اړخو قهر را وپاراوه ٠ فانون په دغه مقاله كې دهغو كسانو دوه مخيز والې اوټگي جوته كړه چې داستعمار اودهغه پاتې شونو سره يې سازش كولو ،هغه وكولاى شول په ډير زور اوقوت دغه كسان رسوا كړي ۔ څرگنده وه چې استعمار يوه ټولگه اوكلي پديده وه چې په خپل درونې چوکاټ کې ټول اړونده کسان په خپلو جرمونو كې له ځانه سره شريك كړي ٠
په دې ډول فانون په يوه لومړڼۍ موضوع باندې لاسبرى و اوهغه دټولو استعمار ځپلو يو والى و ٠ هغه لومړنى شخصيت چې دافريقا يو والي يې په عملي توگه نه دپيغمبرانه وړاند وينې په توگه بلكې په عملې توگه دمبارزې له لارې په پام كې ونيولو او اعلام يې كړ چې دالجزاير دانقلاب سرنوشت دتورې افريقا پورې تړلى دى اوپه دې يې باور درلود چې دالجزاير انقلاب دافريقا دانقلاب سر تاج دى ٠
دالمجاهد په مقالو دليكوالو نومونه نه و كښل شوي خو وايي چې دغه زياتره دفانون ليكنې وې چې بې نومه چاپيدلې ۔خو كله چې الجزاير ازادي واخيسته اوفانون دسفارت په دنده وگمارل شو نوموړي خپل نظريات دسفارت ددندو په مهال لا پسې كره او پاخه كړل ۔د فانون يوه دنده داو ه چې دافريقا يانو دنږديوالي له پاره كار وكړي داوطلبان راټول كړي اونوى جبهه دصحرا په جنوب كې را منځ ته كړي ٠ دهغه وروستى اثر د((ځمكې پر مخ دوزخيان)) دى۔ نوموړى دډير و افريقايي مشرانو لكه پارتريس لوممبا ،ته ډير نږدې شخص و۔
دځمكې پرمخ دوزخيان دفانون يو ډير مهم اثر دى ٠ دا كتاب په ډيرو ژبو ژباړل شوى اودفرانس مشهور فيلسوف اوروښانفكر ژان پل سارتر پرې سريزه كښلي ده ٠ ددې كتاب ارزښت له هغه څه چې تصور كيږي لا زيات دى ٠ يو عمده ټكى دادى چې فانون لكه چې دمخه وويل شول ، داروا پوهنې ډاكتر و هغه په علمې اوپراگماتيك ډول داستعمارچې اواستعمار ځپلې رواني حالتونه اوستونزې تشريح كړي دى ٠ هغه په دې اثر كې داستعمار په وړاندې دقهر كارونه ،قهر په نړيوال موقعيت كې اوهمدارنگه دځانې عظمت اوكمزورتيا په برخه كې مسايل وړاندې كړي دي ۔ په دويمه برخه كې دملي وجدان ،ملي فرهنگ اودملي فرهنگ اوازادي بخښوونكو مبارزو شريك بنسټ اونورو مسايلو په برخه كې خبرې اترې شويدي ٠ دا ټول هغه مسايل دې چى ددويمې نړيوالي جگړې وروسته دناسيونالستي غورځنگونو اوملي ازادي دغورځنگونو محتواى اومضمون بيانوي ۔داداسې دوران دې چې په لسگونه اسياېې اوافريقايي هيوادونه ازاد اوخپلواكۍ ته ورسيدل ۔
ددې كتاب يو بل ارزښت دسارتر سريزه ده ٠ سارتر دالجزاير دانقلاب په جريان كې په كلكه ديو روښانفكر په توگه دتورو الجزايريانو اوفانونانو اوامه سزرانو په ليكه كې ودريد ٠ خو كامو ((البرت كامو)) چې هم دوخت يو وتلې اونتلې روښانفكر و، په دې لار كې تيندك خوري اواوبه دفرانسوي استعمار په ژرنده برابروي ۔دكامو اوالجزاير دانقلاب مساله جلا هغه ده چې فلسطيني پوه اوفيلسوف ادوارد سعيد دفرهنگ اوامپرياليزم په اثر کې ورته اشاره کوي چې کامو دخپل عمر په وروستيو کلونو کې په څرگنده توگه په ډير شور اوشوق سره دالجزايري ازادي غوښتونکو اودالجزاير له خپلواکې سره مخالفت وکړ ۔هغه هماغه لومړی روش چې دخپل هنري کار په پيل کې يې درلود تعقيب کړ ۔ نوموړې دغرب پهڅنډه يو هيواد کې ديوې هسپانوي مور نه زيږيدلي خو پهخپلو اثارو کې هغه بې پرې دې دهغه ((مورسو ))(دپردي اثر قهرمان ) دپيښو سره بی پروا دی ۔
سارتر د دې اثر په سريزه كې ليكي :
٬٬يو بل نسل راغى اومساله يي سر چپه كړه ٠ ددې نسل (دهغه وخت نوي نسل) ليكوالو اوشاعرانو په ډير زغم اودتصور پرته حد كې هڅه وكړه چې موږ ته هغه مطالب تشريح كړي چې له حقيقت سره زموږ ارزښتونو سره ډير بد پيوند شوي دي ٠ په داسې ډول چې نه شي كيداى اوامكان نه لري چې له يوه سره هضم شي ٠ د دې نسل ليكوالو په لنډ ډول غوښتل چې دا سې ووايي (استعمارگرو ته )چې : تاسو له موجوداتو عجيب وغريب شيان جوړوئ ٬ستاسو دبشر دوستئ مكتب زموږ اوستاسو ديووالي ادعا كوي ،خو ستاسو رفتار اوكردار په نژادي توپير ولاړ دى اوموږ له نورو جلا كوۍ ٠ موږ په ټوله سړه سينه دهغو خبرې اوريدلي ٠ ))[ii]
سارتر دفانون په دې خبره درښتينوالي تاكيد كوي اوهغه دسند په توگه يادوي ۔ :
٬٬خپل وخت بايد دلويو اواوږدو دعاگانو په ويلو اوبې ځايه تقليدونو ضايع نه كړو ٠ راشئ دغه اروپايان چې تل دانسان په باره كې خبرې كوي په داسې حال كې چې دوى په خپلو كوڅو اوسړكونو كې اوپه ټوله دونيا كې چې هر چيرې انسان مومي هغه وژني ،پريږدو ٠٠٠ پيړئ تيرې شوي چې اروپا دمعنوي افسانې په نوم ادعا كوي خو په مجموع كې انسانيت زندۍ كوي ٠ ٬٬
سارتر زياتوي : لنډه داچې دريمه نړې خپل ځان پيژني اودفانون له خولي له ځانه سره خبري كوي ٠ پوهيږو چې دا نړۍ يو شان نه ده اوددې په حدودو كې داسې ملتونه اوهيوادونه شته چې بنديان دي ۔داسې هيوادونه چې كاذب استقلال يي پيدا كړى دى اونور هغه اولسونه چې دخپل استقلال په خاطر په مبارزه كې دي اويا هغه ملتونه چې بشپړه خپلواكي لر ي٠ خو په پرله پسې توگه دامپريالستانو له گواښ سره مخامخ دي ٠ دا اختلافات داستعمار دتاريخ زيږنده دي ٠ يعنې دستم زور اوزور گيرئ مولود دي ٠ په يو ځاى كې استعمار څو ملكان اوخانان په پيسو اخلي اوپه بل ځاى كې تفرقه اچوي اوحكومت كوي ٬٬سارتر خپلي خبري په دې ډول را ټولوې چې دفانون داستعمار ځپلو يووالى اوس په يو زماني حكم بدل شوي دى۔
سارتر دخپلې سريزې په پاى كې ليكي : ٬٬ايا زموږ علاج به وشي ،هو د٬٬اشيل ٬٬دنيزې په څير۔ قهر كولى شي هغه ټپ چې ايجاد كړى يې دى بيرته سره راټول كري ۔ په اوس مهال كې موږ له وير ې ،ډير خوار ،ناروغ اوپه زنځيرونو تړلي يو ٠ له نيكه مرغه داداستعماگر اشرافيت له پاره كافي نه ده ٠۔ ۔۔ ۔۔موږ هره ورځ د مخامخ ډغرو په وړاندې شاه ته تگ كوو خو ډاډ ه اوسئ چې موږ به له دى ډغرو گوښې پاتې نه شو ٠ انسان وژونكي ددې دعوې له پاره اړتيا لري ،له موږ سره به ښكر په ښكر شي اوموږ به راوپرزوي ٠ خو موږ وايو چې دمهره پرستانو اوجادوگرۍ دوران پاى ته رسيږي ۔ يا بايد وجنگيږو اويا بايد په زندانونو كې وراسته شو ٠ دادديالك تيك وروستی پړاو دى ٠ تاسې دا جنگ محكوموئ خو ددې زړه نه لرئ چې دالجزاير ى مبارزانو سره خپل پيوستون اعلان كړي ٠ مه ډاريږئ استعمارگر و اومزدورو انسان وژونكو په باب انديښنه مه كوۍ ۔ هغوئ به تاسې له بې حركتئ نه بهر كړي ٠ ښايي په هغه وخت كې به په ډير اجبار سره ددى نوى قهر څخه چې په تاسو كې زاړه جنايات را پاڅوي واگى په خپل لاس کې واخلئ ٠ خو دا كار دمشهورامر له مخې بل دبشر تاريخ دى ٠ زه ډاډه يم چې كله موږ ددې تاريخ جوړوونكو سره يو ځاى شو هغه مهال رانژدې كيږي ٠ ٬٬[iii]سارتر ۱۹۶۱
دفانون اثار : تورپوستكى اوسپين نقابونه ،ديوه انقلاب ټولنپوهنه ،دځمكې پر مخ دوزخيان ٬اونورې مقالې٠ دغه مقالې هم دافريقا دانقلاب له پاره په نوم راټولې شوي دي ٠
په تورپوستكي اوسپين نقابونو كې تر هر څه دمخه افريقايانو ته خطاب كوي ٠ هغه څه چې موږ غواړو دادې چې له تورو سره مرسته وكړو چې ځان ازاد كړي ٠ فانون هم مشر اونه هم ايديولوگ و اوله دې نه بل ناوړه خبر اوشعار بل نه وو چې دپاريس ځينې محافلو هغه دالجزاير دانقلاب متفكر باله ٠ په داسې حال كې چې انقلاب دملي فكر ټينگښت رامنځ ته كوي ٠ فانون دعمل سړى اويو مبارز و ،د هغه اثار دجنگ وسايل وو ٠ داسې وسايل چې يو استعمار ځپلى نورو استعمار ځپليو ته جوړ كړي وي ٠
فانون لومړ ي سړى اولومړنى تورپوستى دى چې له توروالي تيښته كوي ٠ داسى توروالي چې له سپين سره ورته والى غواړى ٠ اودسپينو په كاليو اوژبه باندې سمباليدنه دخپل بشپړتابه له پاره شرط بولي ٠ سپينه ملگرې پيدا كول اودتورو سپكوالى سره چې له ځانه هم تور دي له توروالي تښتي ٠ داسې توروالى چې نور هيڅ شى دځان دسپين والي له پاره نه لري،عصبي ناروغۍ ته نه تسليميږي ٠ دفانون دا كار ددې له پاره نه دى چې ټول سپين استعمارگر وبولي اويا داسې سلطه چې نه نيرنگ پيژني اونه حد ( هغه ډول چې نا پوهه ليكوونكو هغه ته نسبت وركړى دى ) ٠ واقعيت دادى چې په افريقا كې دالاسبري عامل داستعمار اودامپرياليزم ،رنگ اوپوستكى دى ٠
فانون دملي وجدان دنشتوالي په اړوند ليكي :
تاريخ را زده كوي چې داستعمار ضد جگړه له يوې مخې ملت پالنه اوناسيوناليزم نه دى ٠ استعمار ځپلي ډير ځله هڅه كوي چې نابرابري لكه بيگار ،جسمي سخت اوشاقه كارونه ،دتنخوا گانو لږوالى ،دسياسي حقونو څخه بې برخې كيدل اومحدوديتونه له منځه يوسي ٠ دمبارزو خلكو دحكومت څخه اوپه انسان باندې دستم اودنوې نړۍ دازادي غوښتنى دمغشوشتيا څخه بهر ده ٠ تر هغه وخته چې دملي خپلواكۍ په لاره كې په مبارزه پاى ته رسيږي او دنخبه گانو له خوا دځان جوړولو ته تن نه وركوي ۔دخلكو اوولسونو سره دهغو دارگانيك پيوند نشتوالى يادونه ولي ونه کړو ٠ ددوى تنبلي اوم والی ، بيكاره گي اوډار چې دغه نخبه گان يا ايليت يې دمبارزې په سره تناره كې له ځانه ښئ ، دشومې بد مرغۍ سبب دي ٠
ملي وجدان هغه چې دټولو اولسونو دزړه له تله دټولو دپاکۍ اوسپيڅلتوب تبلور وي ٠ خودملي خپلواکۍ له تر لاسه کيدو وروسته له ملت سره پريكون يا مقاطعه كوي اونژاد اوطايفې ته ورگرځي ٠ له دولته تښتي خيل اوقبيلې ته پناه وړي دا مساله روښانه كوي دا مشخصه په وروسته پاتې والي دلالت كوي چې ملي پاڅون اوملي يو والي ته زيان رسوي ٠٠٠ [iv]
په هر صورت داستعمار لاندې اولسونو دسر لارو اودوروسته پاتې هيوادونو دمجربو استعمار ضد شخصيتونو اومفکرانو شننې زموږ له پامه بايد ليرې نه وي ۔ موږ هم ددې خاوريني کرې يوه برخه يو ۔ نن استعمار دنولسمې پيړۍ اوان دشلمې پيړۍ ځواک نهدې اونه خو نړی هغه پخوانۍ نړۍ ده بې له اړيکو ساتلو هم چاره نشته اوپه انزوا اوگوښې والي کې هم ژوند مانا له لاسه ورکوي ۔ خو هغه روحيه چې له کلونو کلونو زموږ په هيواد ، فرهنگ اوتاريخ کې ديوملي ارزښت په توگه پاتې وه اوس له پوښستني سره مخامخ ده ۔
يادښتونه :
[i] دفرانتز كافكا دمسخ داثر قهرمان گريگوار سامسا نوميږي چې خپل بشري كركتر له لاسه وركوي اوپه حشره بدليږي ۔ دځينو منتقدينو په نثظر دا دكافكا خپل تصوير دى ۔
[ii] دوزخيان روى زمين دعلي شريعتي ترجمه ۔ دسارتر مقدمه
[iii] همدا اثر
( 1v)پروفيسور ادوارد سعيد ۔ فرهنگ وامپرياليزم ۔ترجمه اکبر افسري ۔ تهران ۔ ايران ۔ ۱۳۸۲
اکبر کرگر