هغه غونډه، چې د دوشنبې په ورځ د نورستان ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوه، له کابل څخه پر راغلو میلمنو برسیره د نورستان ولایت یو شمیر قومی سپین ږیرو، علماوو او دولتی چارواکو برخه درلوده.
د نورستان والی حافظ عبد القیوم له ولسمشر څخه د زړه له کومي مننه وکړه چې په اوسنیو شرایطو یې نورستان ته د روغې لپاره د اسدالله وفا په مشرۍ هیات ولېږه څو د کامدېش او کشتوز د خلکو ستونزې او خپګان حل شي.
د کشتوز او کامدیش شخړه لسګونه کلونه پخوا د اوبو او ځمکی په سر پیل شوې چی تر ۵۰۰ زیات وګړو ژوند یې اخستی او تر ۳۰۰ زیات کورونه او بانډې سوزیدلي دي. د شخړو له لاسه د دواړو سیمو ګڼ اوسېدونکي په نورو ولایتونو ته مهاجر شوي دي.
خو ویل کیږی چی خبرو د کامیابی لپاره په منطقه کی امن ته ضرورت دی چه مادیات معلوم او په نښه شی څو دواړو قومونو ته د قناعت وړوی .