نور محمد ثاقب

سي سوینډل وايي: “ پياوړي رهبران په دې پوهیږي، چې یو لړ ستر فرصتونه په لاس لرو، ترڅو په مرسته یې ځانونه په ناشوني حالتو کې په روښانه توګه بدل کړای شو”.

نیوټن وايي: “ ستر روحونه تل د زورورو مخالفینو سره په معمولي توګه مقابله کوي”.

د رهبرۍ کولو د سبک په ټاکنه کې حالت مهم او ستر رول لوبوي او رهبران د لویو اهدافو لاسته راوړلو ذمه واري پر غاړه لري، د خپلو پلویانو او ځان لپاره د کړنو لوړ معیارونه ټاکي. هر ملت او ټولنه د پر مختګ کولو په حال کې خطرونه او خنډونه لري، خو اغېزمن رهبریت د حالتو مطابق د غوره بدلونونو ټاکونکی وي او بدلونونو ته د مقاومت په موخه داسې فکتورونه لټولای شي، چې له مخې یې خنډونه له منځه ځي، د پياوړي رهبرانو کړنې ملتونه او ټولنې پياوړي کوي او له خطرونو څخه یې باسي. خطر هغه حالت دی، چې د راتونکي په اړه هیڅ ډول معلومات موجود نه وي یعني غیر یعقیني صورت حال وي؛ خو د وګړو لپاره زورونکی وي، په داسې حالتو کې پياوړي رهبران داسې چانسونه لټوي، چې له مخې یې د شته خطرونو او ننګونو مخه نیول کیږي.

هسې خو د نړۍ مفکرینو د رهبریت په تړاو بېلا بېل نظرونه او تعریفونه وړاندې کړي دي، چې د مطالعې وروسته یې لاندې پایلو ته رسیدلی شو:

رهبریت یوه اړیکه ده، چې مقام، قوت، وړتیا یا ځیني نور فکتورونه یې بنیاد تشکیلوي، د دغې اړیکې مقصد دا دی، چې ځینې غټ او واړه اهداف ترلاسه کړي؛ دا اړیکه انفرادي یا ګروپي وي، خو حالتو ته په کتو سره په بېلا بېلو کړنو لاس پورې کوي؛ دغه مناسبات دي، چې د رهبریت اړخونه تشکیلوي. د امریکا متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر هاري ترومن(Harry Truman) وايي: “ مشرتوب هغه وړتیا ده، چې اشخاص داسې چارو ترسره کولو او خوښولو لپاره وهڅوي، چې دوی یې نه خوښوي او نه یې ترسره کوي”.

د هرې ټولنې د اوسیدونکو لپاره ډاډمن حالت لرل تر هر څه د وړاندې ضروري وي، نوتګړه مشران تل د ولس په ملاتړ په نامناسبو شرایطو کې د خوندي حالتو لپاره سخت کار کوي او همدارنګه د ولس تر څنګ د قطارونو سر لاريتوب کوي، تر څو له هر څه ځانونه باخبره وساتي؛ اغېزمن مشران د خطرونو پر مهال د خپل ملت سره پوره پوره مرسته کولای شي، دوی د اشخاصو او دندو سره په لویه کچه مینه لري، د دولت ښه جوړښت رامنځ ته کوي ځکه چې د دولت ښه جوړښت د مدیرانو او سیاسي مشرانو ترمنځ د ګډ کار کولو لپاره ګټوره تلنلاره کیدای شي او د معیاري دولت په درلودلو سره ملي ارزښتونو ته پرمختګ ورکولی شي، غوره مشران د ولس د هیلو څخه لوړې لاسته راوړنې لري، ځکه خو وګړي متاثره کړي او د پلویانو تله یې ورځ تر بلې درنیږي، همدارنګه پياوړي رهبران ګروپي چارو ته پرمختګ او خپلو کړو وړو ته د هدف په لوري بدلون ورکوي، د انسانانو تر منځ اړیکو ته پرمختګ ورکوي، د پلویانو تر منځ متقابلې اغېزې لپاره اسانتیاوې برابروي، د انسانانو ترمنځ د اړیکو پاللو مهارتونه، د تصمیم نیولو مهارتونه، د اجرأتو مهارتونه او تخنیکي مهارتونه لري او په ټولنه کې د سمون لپاره ځانګړي توجه کوي.

له دغو ټولو سربېره، ځواکمن رهبران د هیواد اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د پرتو خنډونو لپاره اړین ګامونه پورته کوي او لارې چارې ورته لټوي، تجارتي ادارو ته بریالیتوب ورکوي او خیریه مرستندویه ادارې تقویه کوي، په ځانګړي توګه د سیمه ایز تولیدي (Gross Domestic Products) حالتو د پياوړتیا او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او ان مرسته کوي، ترڅو د نړیوالې تولیدي سیالیو لپاره شرایط برابر کړي.

ځواکمن مشران نور ډير غوره خاصیتونه لري، د غچ اخیستلو روحیه نه لري، مخ پر وړاندې فکر کوي، په بشپړ توګه د لویو اهدافو د انځورولو وړتیا لري، داسې نظریې کاروي چې له مخې یې د فعالیتونو هر ارزښت ارزول کیږي، ځينې مشران د ملت د ښېرازۍ په موخه د مرستې غوښتنه نه کوي؛ فکر کوي، چې مرسته غوښتل عیب دی او یا به کمزوری پرې معلوم شي خو غښتلي رهبران د مرستې پر غوښتلو هيڅ ویره نه لري ځکه چې د ولسي ښېګڼو لپاره مرسته نه غوښتل د ځان لویه تېر ایستنه ده.

ښه نظر لرونکي مشران همیشه په یاد لري؛ چې څوک او د کومې خاورې دی؛ د هرې تجربې او پېښې څخه زده کړه کوي، غوره رهبران هڅه نه کوي، چې له هغو کړنو څخه دفاع وکړي؛ چې تېروتنې یې وي، هوښیار رهبران متحرکه او ګټوره مفاهمه لرونکي وي، د نورو سره د خپل ځان په ورپېژندلو روغبړ کوي؛ لاسونه یې خوځوي، خپل نوم ورته ښايي، سترګو ته یې ګوري او موثق برېښي. تل هڅه کوي، ترڅو قانوني واوسي، ځکه چې هیڅوک نه شي کولای، چې پر اصولي کړنو باندې نیوکه وکړي، قوي رهبران په کافي اندازه وړتیا لري، چې ستونزې درک کړي او په کافي توګه لوی وي، چې د ستونزو حل پيدا کړي، په لنډو، ځواکمن رهبران د خلکو تل په یاد وي.

موږ (افغان) ولس، چې د سختو شرایطو سره مخ یو یا کیږو؛ اړینه ده، چې د ستونزو د درک او حل لپاره په ټولنه کې د یادو مشخاصتو درلودونکي او فن سالاره رهبران ولټوو او ملا یې په ولسي قوت سره ور وتړو ترڅو دولتي مدیرانو او کارکوونکو لپاره ګټور کاري چوکاټ (چارچوب) برابر کړي او دولتي صلاحیتونه په ښه توګه مدیریت کړای شي، نو هله به د پياوړي افغانستان خوبونه رښتیا کړای شو.

پای

۱۳۹۴ غویي ۱۱ جمعې ورځ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *