ښاغلی فریداحمد (فرهنګ) دالحاج مامورزقوم خان زوی په کال ۱۳۶۷ هجري لمریزکي دجنوبي پښتونخوا د(پنج پای) نومې سیمه کي د وري یا حمل میاشتي په ۱۵ نېټه زیږېدلی اواصلي هستوګنځای یې د هلمندولایت د ناوې ولسوالۍ دعینک سیمه ده.
د نوموړي کورنۍ پرهیواد د روسانودسره پوځ د یرغل پرمهال کډه کولوته اړه سوه او په ۱۳۶۱ هجري شمسي کال جنوبي پښتونخوا ته ولاړل اوهلته یې شاخوا ۱۳ کلونه په پردیسۍ تیر کړل . کله چي یې وغوښتل هیواد ته راستانه سي ،هغه مهال دهیواد د اداره کولوچاري دمجاهدینودوخت دجمهوررئیس حضرت صبغت الله مجددې په لاس کي وې . فرهنګ خپلي لومړنۍ زده کړي په کلي کي بشپړي کړي اوترهغه وروسته په کال ۱۳۸۱هجري شمسي کي دلښکرګاه په ابتدایه ښوونځۍ کي شامل اوبیایې د شهیدانجنیرعبدالمتین دعالي لیسې څخه په ۱۳۹۰ هجري شمسۍ کال دفراغت سندترلاسه اوپه لوړه درجه بریالی سوی. نوموړي یوازي پر۱۲ کلونوزده کړواکتفاونه کړه دلوړو اوعالي تحصیلاتوسره یې دزیاتي میني اوعلاقې له مخي دزیاتومصروفیتونواوکورنیومسولیتونو په خپل ولایت هلمندکي پوهنتون ویلوته مخه کړه ،دژبواوادبیاتوپوهنځۍ ولوستل اوپه ۱۳۹۴ کال کي یې دبریالیتوب سندترلاسه کړ. ښاغلی فرهنګ هڅه کوي چي تردې هم د خپلوزده کړوکچه لوړه اودماسټرۍ اودوکتوراترپولوورسوي اوپه دې سره خپله علمي کچه لوړه کړي.
داچي نوموړي له ماشومتوبه دژورنالیزم له سپېڅلي مسلک سره مینه درلوده په کال ۱۳۸۵ هجري لمریزکي دژورنالیزم ډګرته راغۍ اوپه هلمندملي راډیوتلویزیون کي یې خپله لومړنۍ دنده راپیل کړه شاوخوا(۵) کاله یې دهلمندرادیوتلویزیون کي تیرکړل اوپه ډیروسختواوستونزمنوشرایطوکي یې خپلوهیوادوالوته خدمت وکړ. دژونارلیزم په برخه (تحقیقي ژورنالیزم،راډیویې ژورنالیزم )ادارې اومدیریت ،رهبرۍ اونوروڅانګوکي یې په هلمنداوپلازمینه کابل کي لنډمهاله اواوږدمهاله کورسونه تعقیب کړل اووروزل سوو.
د ښآغلي فرهنګ دلوړاستعداد اوبشپړي وړتیاپایله وه چي دوخت چارواکي اوپه ځانګړې توګه دامنیه قوماندانۍ مسولین یې باربارغوښتني ته اړکړل ترڅونوموړی دې ته مجبورکړي چې دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي مسول اوویاند درنه او د مسولیته ډکه دنده په غاړه واخلي، شاخوا دوه (۲) کاله دهلمنددامنیه مطبوعاي وياند پاته سو دمسولینواو د کورنیوچاورو د وزارت له خواهم په څوڅوځله تقدیراوستایل سویدۍ. دانساني اوفطرتي غوښتنوله مخي انسان باید متحرک اودژوندپه دوران کي هڅانداومبارزاوسي، فرهنګ هم همدغه اصل ته په کتو اوپه ملکي نظام کي ددندي سره د زیاتي علاقې پربنسټ امنیه قوماندانۍ کي له دندي استعفی ورکړه اوپه کال ۱۳۹۱ هجري لمریزکي د هلمند دولایتي ادارې په وړاندیزاود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په منظورۍ دازاد رقابت ترازمویني اخیستلو وروسته ددې ولایت داطلاعاتواو کلتور ریاست دفرهنګي مرستیال په توګه وټاکل سواوتر دمګړی یې پرهمدې دنده پآته اوپخپله دنده کي د ډیروبریالیتوبونواولاسته راوړونوپه درلودولوسره داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ،دهلمندولایت مقام اونوروارګانونوله خوا په دریمه درجه تقدیرنامواوستاینلیکونوستایل سوی دی. همداراز فرهنګ دورسپارل سوي دندي ترڅنګ په ټولومدني ،فرهنګي اوټولنیزوفعالیتونوکي پراخه ونډه اخیستې اوتل یې هڅه کړې چي دهلمندي میړني اوباغیرته ولس اوپه ځانګړې توګه دځوان اوروشنفکره قشرلپاره نه ستړي کیدونکي زحمتونه ترسره اوپه ملي اوهیوادنۍ روحیه سمبال کړي. ښاغلي فرهنګ په کال ۱۳۸۸کي درسول اکرم ص له یوې سپېڅلي امتي سره واده کړی دامهال دوه زامن (مارشال ،میوند)اویوه لورکۍ لري . دنوموړي یوازنۍ هیله په هیواد کي تلپاتي سوله اوډاډمن امنیت دی ترڅومووګړي په امن کي ژوندوکړي ،دارامښت ساه واخلي ،علم ترلاسه کړي اودانساني ژوندله ټولوحقوقوڅخه برخمن سي.