اوولسمه برخه-

جبران ورته وویل ، تاسو که مي واسطه سئ ممکنه ده چي داسي به وسي ،، په ډیني سن هاوس کي د جبران داخله وسوه انځورګري یې له کوشنیوالي یو جنون وو جبران به هغه مهال هم کږې ، وږې کرښي راکښلې چي لا په خبرو سم راغلی نه وو ، جبران په بشاریْ کي دفطرت سره خبري پیل کړي وې ، د یوې زړې مارکسس خانقاه په یوه څنډه کي ناست تر میاشتو ، میاشتو یې تمرین کړی وو ، د جبران روزنه فطرت کړې وه جبران دلته زده کړي ته راغلی وو لاکن د زده کړي چاري یې له پخوا په برخه رسېدلي وې د جبران د انځورګرۍ مهارت هیڅ د دیارلس کلن ماشوم د ګوتو زیار نه ایسدلو د جبران ساحرانه زیار خپل استعداد دلته په ښه توګه وغوړولو د جبران یوه استاد فلورینس پیټرسن به د جبران غر قه ورځ په جدي توګه تعاقیبوله او د جبران تخلیقي جوهر یې زغرده درک کړو د خپل ځان سره یې وویل ، دا انځورګر په دې خیراتي موسیسه کي څه غواړي !

استاد د یوې شتمني فریمونټ بیل سره اشنا وو مس بیل به په وروسته پاته ټولنو کي کتابتونونه پرانستل او د بوسټن له ادیبانو او هنرمندانو سره یې نژدې اړیکي درلودلې ، د جبران د استاد په اند مس بیل هم داسي څوک کېدلی سي چي د جبران د استعداد په غوړولو کې مرستیاله ګرځیدلی سي ، فلورنیس پیټرسن ،، یو ماښام جبران د مس بیل کور ته بوتلو هغې ته وویل ٫٫ یو حیرانونکی لوستونکی مي را وستلی دی ، کومي مرستي ته اړتیامن دی:

وو ! دا یو عرب هلک دی د عیسویانو د میروني له ډلي دی حیرانونکی او پیدایشي مصور دی ، په دا عمر کي داسي انځورونه انځوروي چي سړی ګوته ورته په غاښ پاته سي ٬٬ مس بیل استاد ته وویل د ما څه غواړي ؟ استاد مس بیل ته وویل په ادبي او هنري چاپېریال کي ستاسو اغیزه تر بل هر چا قوي ده ، زه غواړم چي یو داسي څوک یې مرستندویه سي چي د جبران استعداد وغوړوي او هنر یې نړۍ ته ور وپېژني په دې خوار رټلي ماشوم کي د صلاحیتونو چېنه خوړکیږي لاکن وسائل ورسره نسته !

نوربيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۲) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۹\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *