خبریال: میرویس جلالزی – د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په افغانستان کې د مخدره توکو تولید زور اخیستی او د نړۍ د هیروینو دغه ستر صادرونکی هیواد یي یو ځل بیا د طالبانو، مخدره توکو د قاچاقبرو او هغو نورو ډلو لپاره په جنت بدل کړی چې له دغه کاروبار څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول عاید تر لاسه کوي.
راپورونه وايي چې د افغانستان په سویل کې چې ډیر کوکنار کرل کیږي سږ کال هغه بزګران چې کوکنار یي کرلي هیله لري چې ډیر تریاک تر لاسه کړي او له دغه درکه د تیر کال په پرتله زیاتې پیسې جبونو ته کړي.
بزګر وايي چې سږ کال د کوکنارو بوټي ژر ژر لویږي او پرته له دې چې ډیرې اوبه ورکړي په بې ساري توګه غښتلي شوي دي.
هغوی تمه لري چې که یې له یوه جریب ځمکې څو کیلو تریاک واخیستل سږ کال به یې عواید دوه هومره شي.
بزګر دا نه وايي چې ولي د دومره ډیرو تریاک د ترلاسه کولو هیله لري او ولي د تیر کال په پرتله تریاک ژر ژر لویږي او بوټي يي ډیر غښتلي دي.
د کندهار او هلمند یو شمیر کوکنارکرونکي بزګر وايي چې د کوکنارو د کرلو د فصل په سر کې ورته هغه کسان راغلل چې دوی ته به یې هر کال په پیشکۍ پیسې ورکولي او سږ کال یې د پیسو تر څنګ د کوکنارو تقویه کوونکي وسایل او تخنیکي مشورې هم له ځان سره ور وړي وې.
ویل کیږي چې د طالبانو او بزګرو ترمنځ دغه منځګړي کسان هغه څیرې دي چې د کوکنارو ډیر عواید له بزګرو د مخدره توکو قاچاقبرو او طالبانو ته په جیبونو کې ورتویوي او د بلواګرۍ او بغاوت د اور د بلولو لپاره د کتلست یا اوربلونکو رول لوبوي.
د ملګرو متلونو د راپور پر اساس، د افغانستان د هیروینو بیه په کال کې درې ملیارد امریکايی ډالرو ته رسیږي.
د م.م. له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې د راپورونو پر بنسټ، تیر کال د کوکنارو په کرکیله کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی وو خو ګومان کیږي چې سږ کال دغه اندازه نوره او په بي ساري توګه لوړه وي.
د م.م. د څیړونو پر بنسټ تیر کال ۷۸۰۰ متریک ټنه تریاک د افغانستان له کروندو ټول شوي ول چې د دې اندازې ۷ سلنه یې په کندهار او ۲۲ سلنه یې له هلمند څخه تر لاسه شوي ول.
طالبان هر کال د کوکنارو د کروندو حاصلاتو پر وخت یا جګړې دروي یا هم د هغو بزګرو او قاچاقبرو لپاره امنیتي چترونه برابروي چې له دوی سره همکار دي او د دوی بغاوت ته له دغه کاروبار څخه پیسې پمپ کیږي.
په کندهار کې له مخدره توکو سره د مبارزي ادارې مشر ګل محمد شکران ویلي، نوي تخمونه چې په لږ اوبو ژر لویږي د ناپیژاندو کسانو له لوري کروندګرو ته رسیدلي او دی نه پوهیږي چې له کومه ځایه یې راوړي دي.
هغه وايي چې دا ټولو ته یو لوی خطر دی.
که څه هم مخدره توکي په اسلام کې حرام دي لیکن افغان بزګر وايي بله چاره نه لري.
د هغوی استدلال دا دی چې نړیوالې تولنې ورته په تیرو څو کلونو کې د بدیلو کښتونو د برابرولو په برخه کې هیڅ راز اغیزناکه مرسته نه ده کړې او دوی د خپلوکورنیو د سا تلو لپاره د دغه بوټي کرکیلې ته دوام ورکړی.
د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ یوه بزګر عبدالباقي پر وینا، دی پوهیږي چې د کوکنارو کرکیله حرامه ده خو ماشومانو ته واښه نه شی ورکولای او هغوی په هوا هم نه مړیږي نو ځکه د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره د کوکنارو کر ته مجبوره شوی دی.
رپوټونه کاږي چې همدا کوکنار دي چې د طالبانو جنګي ماشین پرې چلیږي او هغه ته د تیلو مانا لري او که نړیواله ټولنه او حکومت و نه توانیږي د دغه کاروبار او بوټي مخه ونیسي نو کیدای شی چې افغانستان ډیر ژر په یوه بله خطرناکه خرخوړۍ (ګرداب) کې ولویږي.
Kharrkhorree ke kho da makhe na ghurzedaly dai.Hala ba khabar shai che taalo mm jabae la warshee. Harsa ba da baaqi dunia darla na kawee. Sa karoona ba pa
khpala kawai.