تاند- په کابل کې ابتدايي محکمې نن د فرخندې د قتل په قضیه کې څلور تنه په اعدام او ۸ تنه نور یې په شپاړس کاله قید محکوم کړل.
محکمې نورو تورنو کسانو ته برات ورکړ.
د کابل د ښاري محکمې ريیس صفي الله مجددي وویل چې اتلس تنه یې د دې لپاره تبریه کړل چې په جرم کې د هغوی د ګډون په اړه کافي اسناد او شواهد نه ول.
په محکومانو کې پولیس نه دي شامل. خو ټاکل شوې ده چې محکمه د ۱۹ تورنو کسانو، چې پولیس هم په کې شامل دي، د راتلونکي یکشنبې په ورځ حکم صادر کړي.
محکوم شوي کسان د اسستیناف محکمې ته مراجعه کولی شي.
Da de zwanano edaam kho ham khwand na kawi. Pa qaid me mahkoom shi. Da shyesta zwanan pansi kawal kho ham sarai sakht khafa kawi.