د کونړ پاڅون

تاند- د چارواکو په قول راپورونه وايي چې خلکو په کندوز او سرپل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅونونه کړي دي.

د کندوز امنیه قومندان عبدالصبور نصرتي وايي چې خلکو د کندوز په خان اباد، چاردره، قلعه ذال او علي اباد ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او د هغو د ملګرو وسله والو ډلو پرضد پاڅون کړی دی.

د امنیه قومندان په وینا د کندوز لس زره کورنۍ د طالبانو له لاسه مجبوره شوي چې کورونه پرېږدي او په دښتو کې لالهانده شي.

د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې خلک وايي چې د حکومت له لوري د ملاتړ د نه رسېدو له کبله مایوسه شوي وو ځکه یې په خپله د طالبانو پر ضد وسلې په لاس کې اخیستي دي.

خو د سرپل ولایتي چارواکي بیا وايي چې خلکو له افغان سرتیرو سره د یوې اوونۍ په عملیاتو کې اوږه په اوږه برخه اخیستي ده . د دوی په وینا په دې عملیاتو کې له طالبانو څخه څلوېښت کلي بیرته نیول شوي دي .

خو د سرپل اوسېدونکي وايي چې دوی په خپله له ګڼو کلیو وسله وال طالبان شړلي دي.

د سرپل په نیمو ولسوالیو کې د حکومت وسلوال مخالفان فعال دي . په دوی کې یو شمیر یې طالبان دي، ځینې یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ وسلوال دي او یو شمیر داسې ډلې هم په کې شته چې ځانونه داعش ته وفادار بولي.

تر دې پخوا په تېرو کلونو کې په غزني، کونړ، لوګر، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *