سریزه:

اداري فساد یو له هغه ننګونو څخه شمېرل کیږي چي عامه اداره ورسره لاس او ګریوان ده، فساد سرچیني لوټوي، ښه حکومت داري له ګواښ سره مخ کوي، اقتصادي پراختیا په ټپه دروي، د ټولګټو خدمتونو وړاندي کول په خطر کي اچوي او په ټوله کي د ټولني نظم ګډوډوي.

په لومړي قدم کي له فساد سره مبارزه د ژورو او دقیقو عملیاتي څېړنو غوښتونکي ده تر څو له دې لارې په ټولنه کې د فساد ریښي پیدا سي، په دوم قدم کي اړینه ده چي د فساد موضوع په یو ملي مسئله باندي بدله سي، تر څو له دې لاري وکولای سو د فساد موضوع ته د ټولو خلکو پاملرنه راواړو او عامه افکار یې پر وړاندي راوپاروو، د اداري فساد له شومي پدیدي سره مبارزه د عمل په ډګر کي د حکومت ملي ارادي او توند غبرګون ته اړتیا لري.

تر اوسه پوري د اداري فساد په اړه یو هر اړخیز تعریف چي ټول پرې یو خوله وي شتون نه لري او په همدې ډول دا مسئله هم ګونګه ده چي فساد کوم شیان په ځان کي رانغاړي او د اداري فساد او د فساد د نورو ډولونو تر منځ پوله هم معلومه نه ده، نو ځکه تر اوسه دولتونه پدې نه دي توانېدلي چي خپلي برنامې او تګلاري په سمه توګه طرحه او تطبیق کړي، پدې لیکنه کي به تاسو ته د اداري فساد په اړه هر اړخیز معلومات درکړل سي او همدارنګه په افغانستان کي اداري فساد چي یوه ناوړه او تریخه پدیده ده تر بحث لاندي ونیسو.

د فساد ماهیت، معنی او مفهوم:

فساد په لغت کي د چټلۍ، تباهۍ او ورانۍ په معنی دی، په انګرېزي کي فساد (Corruption) د لاتیني ژبي له (Corrupere) څخه اخیستل سوی چي د ماتېدو معنی ورکوي، په همدې اساس د فساد مفهوم د یوې ورانکاري او شکوونکي پدیدې څخه عبارت دی.

او په اصطلاح کي فساد د عمومي قدرت او دولتي امکاناتو او واکونو څخه د شخصي او خصوصي ګټو د خوندي کولو په موخه له ناوړه استفادې څخه عبارت دی.

فساد په لومړیو کي اخلاقي معنی درلوده خو ورو ورو له اخلاقي معنی څخه د ادارې او مدیریت د معنی په لور وخوځېده، نن ورځ کي له اداري فساد څخه خبري کیږي، نو هدف یې هماغه اداري فساد دی نه اخلاقي.

د اداري فساد د موضوع اهمیت:

اداري فساد یو له هغه نادره ناروغیو څخه دی چي عملا د ژوندانه په بیلابیلو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي برخو کي د پرمختګ پر وړاندي خنډ واقع سوی دی، که په هیواد کي د اداري فساد له پدیدي سره مبارزه ونه سي نو د پرمختګ په ټولو برخو کي به له ننګونو سره مخ سو، د معمول له مخي په زیاته اندازه بودیجه یا د نړیوالي ټولني او یا هم د دولتونو له لوري د پرمختګ لپاره بیلابیلو برخو ته ځانګړي کیږي، خو اداري فساد نه یوازي دا چي دغه بودیجه له ستوني تېروي بلکې د فاسد مدیرانو او ادارې په وسیله وخت او فرصتونه هم له لاسه وځي.

د اداري فساد موضوع ته رسیدګي د یو نوي او تازه میتود غوښتنه کوي داسي یو میتود چي په علمي معیارونو او منل سوو اصولو ولاړ وي، تر څو له دې لاري وکولای سو، چي په هیواد کي د اداري فساد سره مبارزي لپاره یو ملي طرحه وړاندي کړو یعنې داسي یوه طرحه چي د اداري فساد سره مبارزي په برخه کي د یو مثبتي پایلي تضمین وکړي.
د اداري فساد ډولونه:

د قباحت یا شکل پر بنسټ:

۱ـ تور اداري فساد: تور اداري فساد د فساد له عیني او واقعي شکلونو څخه شمېرل کیږي او د فساد ناوړه بڼه ده، په نوموړي فساد هم خلکو او هم د دولتي چارواکو او روڼ اندو بد ویلي دي، د فساد دغه ډول هم له ټولنیزو ارزښتونو او قواعدو سره او هم د عامه ادارې له اصولو او ضوابطو سره په ټکر کي دی.

تور فساد قانون جرم ګڼلی او مرتکب یې د مجازاتو مستحق دی، د دا ډول فساد له ښکاره علایمو څخه یو هم د هغه اصولو نه په پام کي نیول دي، چي په نقض سره یې د ټولني امن او سلامتیا له خطر سره مخ کیږي.

مثال: د رشوت په بدل کي یو چاته اجازه ورکول چي تاریخ تېره دوا بازار ته وړاندي کړي، دا کار د ټولني سلامتیا له ګواښ سره مخ کوي او ټولنه هم له روغتیایي پلوه او هم د اقتصادي پلوه متضرر کوي.

۲ـ ایره رنګه (خاکستري) اداري فساد: دا د فساد له هغه ډول څخه عبارت دی چي د زیاتره نخبګانو له نظره ناوړه بلل سوی، خو عام ولس یې پر وړاندي بې تفاوته دی، د قوانینو په پلي کولو کي د مامورینو ځنډ چي د خلکو په منځ کي کوم محبوبیت نه لري په همدې ډول فساد کي شاملیږي.

مثال: د خلکو لخوا د مالیې له نه ورکولو څخه یادونه کولای سو، که څه هم دولت کولای سي ټولګتي خدمتونه خلکو ته په ښه شکل وړاندي کړي،

خو یو شمېر داسي خلک هم سته چي د مالیې نه تادیه کول کومه خبره نه ګڼي او ورکړه یې یو ډول جریمه بولي، همدا لامل دی چي ګڼ شمېر خلک د هیواد په داخل کي د رشوت په ورکولو سره له مالیې څخه تېښته کوي.

۳ـ سپین اداري فساد: سپین اداري فساد په ښکاره له قانون سره په ټکر کي دی، خو زیاتره پوهان او عادي وګړي یې بد نه بولي.

مثال: هغه پیسې چي په مقدسو ځایونو او زیارتونو کي ولیانو ته ورکول کیږي، په داسي حال کي چي دغه پیسي باید د دولت خزانې ته تحویل سي او په ټولنیزو چارو ولګول سي او دا مسئله په هیواد کي د تور اقتصاد د پیاوړتیا سبب ګرخېدلای سي.

د فساد د پورته ډولونو تفکیک تر ډېره بریده د ټولني طرز تفکر پوري اړه لري، که عام وکړي د فساد او د هغه په لاملونو په سمه پوهه ولري نو په حقیقت کي سپین فساد شتون نه لري، که څه هم په هیواد کي د سپین فساد ناوړه اغیزي له تور فساد څخه کم نه دي، خو دا چي خلک د هغه په ترخو عواقبو باندي نه پوهیږي نو ځکه یې جدي هم نه نیسي، سپین فساد له ړندو ټکو څخه پرته بل څه نه دی چي د فکري نخبګانو له سترګو څخه لیري پاته دي.

په افغانستان کي اداري فساد:

نن ورځ اداي فساد او له هغه سره مبارزه په افغانستان کي له ډېرو ګرمو بحثونو څخه شمېرل کیږي او دې موضوع ته نوره پاملرنه هغه وخت راواوښته چي د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان په اداري فساد ککړو هیوادونو د تور لیست په سر کي راوست.

په دې وروستیو کلونو کي د افغانستان په اداره کي د فساد موضوع د افغان حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د بحث مهم ټکی ګرخیدلی دی لکه څنګه چي د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کي د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو (۱۳۸۸) لمریز کال پایلو له اعلان وروسته له افغانستان سره د امریکا مرستي د اداري فساد سره د مبارزې په لار کي د افغان دولت قوي ارادې پوري مشروط وګنلې، افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره کوټلي اقدامات پیل کړل خو د فساد د پراخوالي په سبب یې کومه ګټوره پایله په لاس ور نه کړه.

افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اداري فساد پر ضد د ملګرو ملتونو تړون لاسلیک او د هیواد ولسي جرګي هم دغه تړون تصویب کړ، په ورته وخت کي افغان دولت له اداري فساد سره د مبارزې قانون بشپړ او بیا یې د تصویب په موخه ولسي جرګې ته واستاوه، ددې تر څنګ له ارتشاء او اداري فساد سره د مبارزې سټراټیژي جوړه سوه او په څو ورستیو کلونو کي د کنټرول او پلټني اداره چي پخوا یې هم شتون درلود او د لویي څارنوالۍ د پراخولو او خینو بنسټونو لکه له اداري فساد سره د مبارزې خپلوک ریاست، له اداري فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسیون، د ولسمشرۍ ریاست د شکایاتو اورېدو ریاست او اداري اصلاحاتو کمېسیون څخه علاوه، دولت هم د اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپل چمتووالی وښود، خو په عمل کي بیا په تیرو څو کلونو کي افغانستان په پرلپسې ډول په فساد باندي ککړو هیوادونو د لیست په سر کي ځای نیولی دی.

په افغانستان کي د فساد لاملونه او سببونه:

۱ـ سیاسي لامل:

د سیاسي ثبات نه موجودیت، د سیاسي څېرو په منځ کي د ملي روحیې رامنځته کېدو او پیاوړتیا نه شتون، په سیاسي مسائلو د ذي نفع ډلو اغېز، غوغا سالاري، د مجازاتو څخه د خلاصون په موخه د بېلابېلو مدیرانو سفارش او د قانون په وړاندي له خپلو حقوقو څخه د خلکو نه پوهاوی په هیوا کي د اداري فساد لپاره سیاسي لاملونه دي.

له سیاست څخه د ادارې نه تفکیک هم د اداري فساد لپاره یو عمده لامل دی، کله چي مدیران د خپلوۍ د معیار له مخي په لوړو سیاسي پوسټونو او دندو ګومارل کیږي، نو دلته هغه مهمه پدیده چي عامه ګټي او اداري ارزښتونو ته ژمنتیا ده، له منځه ځي.

۲ـ اداري لامل:

په اداره کي د ظرفیت نه موجودیت، د نیمګړو او بې اهمیته اصولو، ظوابطو او سیسټمونو شتون، ناګتور اداري جوړښتونه، د اداري قوانین او طرزالعملونو پېچیدګي، نا اغېزمن مدیران، د ښایسته سالارۍ نه موجودیت، د کار کوونکي د استخدام، ارتقاء او امتیازاتو په برخه کي قومي، سمتي او ژبني تبعیضات او د مکافاتو او مجازاتو په نظام کي نیمګړتیاوي په اداره کي د فساد له اداري لاملونو څخه شمېرل کیږي.

۳ـ تاریخي لامل:

پخوا د اسیا، افریقا او لاتیني امریکا هر مخ پر ودی هیواد په یو ډول نه یو ډول د لویدیځ تر ښکېلاک او ولکې لاندي وه او هر استعمارګر هیواد پدې هڅه کي و چي په هر ممکنه وسیله وي باید د خپلي خوښي اداري سیسټم په نوموړو هیوادونو کي پلي کړي که څه هم دغه سیسټم به د یادو ټولنو له عیني واقعیتونو سره اړخ نه لګاوه.

له بل پلوه استعمارګرو هیوادونو هڅه کول چي د دوي ملاتړي اشخاص دلته په کلیدي پوسټنو باندي وګوماري او په هر ممکنه وسیله چي وي باید هغو ته لوړ معاش او نور امتیازات ورکړي که څه هم نوموړي افراد به وړ او لایق نه وه، په داسي حال کي چي د ملکي خدمتونو مامورینو ته چي تل له ولس سره په مستقیمه اړیکه کي وه، کم معاش او امتیازات ورکول کېده، پایله دا سوه چي بومي کارکوونکي د خپلو اړتیاوو او معاش د تأمین لپاره له هغه خلکو سره یو ځای سول چي د کار لپاره یې دوي ته مراجعه کوله، د یو شمېر کارکوونکو لپاره د لوړ معاش سیستم او د بومي کارکوونکو لپاره لږ معاش ورکولو له کارکوونکو څخه د صادقانه کار انګېزه له منځه یوړه.

۴ـ اقتصادي لامل:

په عامه اداره کي د فساد بل لامل اقتصادي لامل دی، اقتصادي بې ثباتي، پړسوب، د اقتصادي پرمختګ نه موجودیت، د عوایدو او قدرت د خرید کموالی، په ټولنه د عوایدو ناسم وېش او د عامه ادارې د مامورینو اقتصادي ستونزي هم د اداري فساد اقتصادي لاملونه دي.

۵ـ ساختاري لامل:

د صلاحیتونو او سرچینو ناسم وېش ددې لامل ګرځېدلی، چي یو شمېر په حرفوي ډول له نوموړو سرچینو څخه د شخصي ګټي لپاره استفاده وکړي، ددې تر څنګ له ولایاتو څخه د خدمتي مراکزو لیري والی د خلکو واقعي مشکلاتو د نه پېژندو او له یادو بنسټونو څخه د خلکو د فاصلې نیولو سبب سوی دی، د واکونو تمرکز او د مراجعینو زیاتوالی په دولتي ادارو کي د کارونو تمرکز لامل ګرځېدلی دی او دا کار د کمېشنکارانو په واسطه خینو وګړو لپاره لار هواروي تر څو له دې لاري د خلکو څخه یو څه تر لاسه کړي.

د واکونو منطقي وېش د عامه ادارې له منل سوو اصولو څخه یو اصل دی، په داسي حال کي چي زموږ په هیواد کي دغه اصل ته ډېره کمه پاملرنه سوې ده.

۶ـ اداري طرزالعمل: په هیواد کي د فساد ضد قوانینو کمزوري د اداري فساد یو بل لامل دی، معمولاً لیري او نږدې قوانین او د اسنادو اوږده پړاوونه طی کول له یوې خوا او د هم نوعه بنسټونو شتون پرته له دې چي د هغو دندي سره تفکیک سوي وي له بلي خوا د کار د تداخل او په ټوله کي د اداري فساد لامل ګرځېدلی دی.

۷ـ هویتي لامل:

قومي، مذهبي، سمتي او نور تفکر او نظر په بالقوه او بالفعل ډول د حکومت په داخل کي د تصمیم نیوني په لوړه سطحه کي شتون لري، چي دغه تفکر ملي تعهدات او علایق تر خپل اغېز لاندي راوستلي او د عامه اداري موخه د جدي ګواښ سره مخ کوي.

۸ـ له راتلونکي څخه ویره:

په اداره کي د شغلي تضمین نه شتون کولای سي کارکوونکي له خپلو واکونو او موقف څخه ناوړه استفادې ته اړ کړي، شغلي ضمانت کولای سي، چي له ادارې سره د کارکوونکي تعهد زیات کړي او د کارکوونکو په وسیله له موقف څخه د سوء استفادې مخه نیول کیږي، په استخدام، ارتقاء او نورو برخو کي د اداري اصولو نه پلي کول کارکوونکي په اداره کي د خپلي راتلونکي دندي په اړه بې باوره کوي.

۹ـ منفي رقابتونه:

منفي رقابتونه او ټولنیز تضادونه که چیري ادارې ته لاره پیدا کړي نو دا هم د اداري فساد عمده لامل ګرځي، ځکه د دا ډول رقابتونو په اساس له یوې خوا وګړي هڅه کوي چي له خپل موقف څخه زیات څه تر لاسه کړي، تر څو په خپلو سیالانو بریالی سي، له بل پلوه ددغه ډول ذهنیت شتون ددې لامل ګرځي، چي د ملکي خدمتونو کارکوونکي ولس ته د خدمتونو په وړاندي کولو کي تبعیض ته غاړه کښيږدي.

۱۰ـ رواني لامل:

په افغانستان او نورو شاته پاته هیوادونو کي ماشوم ته د ماشومتوب پر مهال د کورنۍ له خوا ډېره پاملرنه نه کیږي، نو کله چي دا ماشوم لوی سي او د یوې ادارې یا پوسټ په رأس کي قرار ونیسي، نو هڅه کوي چي د قدرت او صلاحیت څخه په استفاده د نورو پام ځانته راواړوي، په همدې اساس له قدرت او صلاحیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

۱۱- تور اقتصاد:

د اقتصاد په ډګر کي د نظم، اصولو، سیسټم او جوړښت نه موجودیت په هیواد کي د تور اقتصاد رشد لپاره زمینه برابره کړېده، په هیواد کي د تور اقتصاد رامنځته کیدو او پرمختګ له عواملو څخه یو هم د اقتصادي فعالیتونو په برخه کي د شفافیت او حساب ورکوني نه موجودیت دی.

۱۲ـ مافیایي اقتصاد:

د مخدره توکو په څېر مدارکو څخه راغلي عواید، د بهرنیو نامعلومو سرچینو څخه باد راوړي پیسې، د مځکي غصب او په لسګونو داسي نور موارد دا بهیر لا هم کړکیچن کوي.

۱۳ـ تور سیاست:

د معمول له مخي هغه سیاسي نظامونه چي د ولس د ارادې په اساس رامنځته سوي وي، سیاسي ادرسونه معلوم دي او د قدرت وېش د هغې له مشروع لاري صورت نیسي، دا کار د سیاست ډګر حساب ورکوونکی او شفاف کوي او سیاسي څېرې د عامه ګټو د خوندي کولو په خدمت کي ورکوي.

په افغانستان کي له یوې خوا د قدرت د وېش سرچینې معلومي نه دي او ددې تر څنګ د هغه مشروعیت هم تر پوښتني لاندي دی.

۱۴ـ د فساد سره د مبارزې مېتود:

په افغاني ادارو کي د پراخ فساد سره سره بیا هم تر اوسه پوري یو منطقي میتود چی پر عمل ولاړ وي او وکولای سي، چي په اداره کي د فساد مخه ونیسي، شتون نه لري، له اداري فساد سره د مبارزې اوسنی میتود ډېر کم په دې توانېدلی دی چي د فساد بنسټیز لاملونه په ګوته کړي او بیا ورته سم حل لاره ولټوي.

د فساد د مخنیوي لاري چاري:

۱ـ د جګړې له امله اداري فساد نور هم پرمختګ کوي، هغه پوځونه او پولیس چي د اداري فساد د کمولو لپاره ګومارل سوي دي، هغوی په جګړه بوخت وي، نو د اداري فساد سره مبارزه تر ډېره بریده پر خپل حال پاته کیږي.

۲ـ د کارکوونکو د معاشاتو ډېرول تر ډېره بریده د اداري فساد لمن راټولولای سي او کارکوونکی اداري فساد ته نه مجبوره کیږي، ځکه یوازي معاش یې د ژوند کولو لپاره بسنه کوي.

۳ـ د هري ټولني سیاسي، ټولنیز او اقتصادي شرایط توپیر کوي، هغه لاري چي د اداري فساد سره د مبارزې لپاره په نورو هیوادونو کي په کار اچول کیږي، نو امکان یې سته چي په افغانستان کي دا مؤثره ونه اوسي، نو باید افغان دولت خپل سیاسي، ټولنیز او اقتصادي شرایطو ته په کتو داسي میتودونه وضع کړي، چي دلته د اداري فساد مخه په ښه توګه په ونیول سي.

۴ـ د خلکو او اداري کارکوونکو لپاره د اداري فساد پر ضد د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول امکان لري تر یوه بریده له اداري فساد څخه مو ټولنه وژغورل سي.

۵ـ د تحصیل لرونکو، صادقو او تجربه دارو اشخاصو استخدام هم د اداري فساد په له منځه وړلو کي مثبت ارزولای سو.
۶ـ د څار او کنټرول اداراتو ته په پراخه اندازه واکونه ورکول، هم یوه ښه حل لار کېدلای سي.

۷ـ د اداري فساد سره د مقابلې لپاره باید افغان ولس ته ملي روحیه ورکړل سي، چي دوي پخپله له دې شومي پدیدې څخه لاس پر سر سي.

۸ـ هغه ادارې چي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کي فعالیت کوي، باید خپل کړني د نظارت د عالی ادارې سره همږغي کړي.

۹ـ د فساد پر ضد د قانون د خلاوو ډکول او د اداري فساد پر ضد د ادارو ډېرول تر څو کارکوونکي او خلک وپوهیږي، چي که اداري فساد وکړي نو حتمن به مجازات کیږي.

پای
ومن الله التوفیق
لښکرګاه – هلمند – افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *