عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د پخواني جهادي مشر او د طالبانو د سخت منتقد عبدالرب رسول سیاف د وژلو دسیسه یې شنډه کړې ده.

ملي امنیت وايي چې د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندې کې یې یوه اندازه وسلې، چې ټاکل شوې وه د سیاف د ترور لپاره وکارول شي، کشف کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو وسلو کې درې انتحاري واسکټونه، ۶ لاسي بمونه، مقناطیسي بمونه، یو کیلو چاودېدونکي مواد، درې جوړه پوځي یونیفورمونه او نور تروریستي مواد شامل دي.

د ملي امنیت په وینا د دې تروریستي دسیسې اصلي طراح قاري حمید الله نومېږي چې د حقاني شبکې قومندان دی.

خبرپاڼه وايي، قاري حمید الله دا مواد او وسلې د حاجي ظاهر زوی قدیر ته سپارلي وو.

دا څویم ځل دی چې ملي امنیت د سیاف د وژلو د دسیسې د شڼدولو ادعا کوي.

One thought on “ملي امنیت وايي، د عبدالرب رسول سیاف د وژلو دسیسه یې ناکامه کړې”
  1. ملی امنیت دماشومانو په شان اعلامیی خپروی. په فلانی ځای کی یی واسکټ نیولی او دجهادی لیدر سیاف دترور لپاره وی؟ سیاف دومره ځان ساتی چه یوازی دعزرایل ملایکی نه پرته ، نور به دځمکی په مخ دهیچا وس ورته ونه رسیږی. بل دکوم حاجی ظاهر زوی یادوئ ، اړینه ده ښکاره او دحقایقو په وړاندی کولو سره مسایل روښانه شي. دننګرهار دخونړی پېښی نه یوه ورځ دمخه ملی امنیت اعلامیه خپره کړه ، چه د موتر سایکل په واسطه ځانمرګی غوښتل چه حمله وکړی ، خو مخه یی ونیول شوه او کسان ونیول شول؟
    په سبا یی خلکو ولیدل ، چه په رڼا ورځ دموټر سایکل په مرسته برید وشو او دلسګونو کسانو په مرګ یی اولس وژړاوه؟
    همدا ‌‌‌‌‌‌ډول دخوست دبرید نه مخکی داسی اعلامیی خپری شوی، نو ملی امنیت خو هماغه نیولی ځان مرګی بیرته دبرید ځای ته رسوی که څنګه؟
    ملی امنیت باید دتنظیمی کړیو له کنترول وژغورل شي ، او مسلکی او داولس وفادار کسان پکی وګمارل شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *