داعش

 لېډينګ سټوري اداره

بدلون اوونيزه/ لومړی کال (۳۳) ګڼه/ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴

د سه شنبې په ورځ د ثور پر ۱۵- مه د افغانستان د امنیت شورا مشر محترم محمد حنیف اتمر مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته ور بللی وو، ده په خپلو څرکندونو کې وویل چې داعش

ترهګره ډله له افغانستان سره خاصه علاقمندي لري ځکه له دې لارې غواړي چې منځنۍ آسیا ته خپل ترهګریز فعالیتونه وغځوي، نوموړي دا ډله د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله او د هغې پر ضد یې د افغان حکومت د اقداماتو یادونه وکړه او د بېلګې لپاره یې په هلمند کې د دغې تروریستي ډلي د مشر وژنه یاده کړه.

ښاغلي اتمر هغه خبره وکړه چې بدلون اونیزې د تېر کال په جدي کې په خپله ۱۷- ګڼه کې د (باخبر!!! هلمندیانو او ټولو افغانانو!) تر سرلیک لاندې په خپله لیډینګ سټورې کې کړې وه او په افغانستان کې یې د داعش ډلي ظهور جدي ګواښ ګڼلی وو او نن دا دی دا ګواښ نور هم جدي شوی دی او دا جدیت یې نو یوازې افغان دولت او عام ولس ته نه بلکې د طالبانو اسلامي امارت، حزب اسلامي او نور و ټولو په اصطلاح جهادي جریاناتو ته متوجه دی.

داعش ټول هغه اسلامي– جهادي تحریکات کافر او واجب القتل بولي چې د دوی د خاص طرز تفکر په چوکاټ کې فعال نه وي؛ همدلته ده چې افغان دولت او د هغه مخالفین دې مشترک ټکي ته سره رسوي چې د دوی دواړو دښمن یو دی او هغه هم داسې بې رحمه دښمن چي یوه ذره زړه سوی هم نلري، لکه ظالم توپان چې حق و باطل نه ګوري چې را والوزي نو هرڅه چې په مخه ورځي یو مخ یې نابودوي.

دغه خطرناک واقعیت افغان دولت او د هغه مخالفینو ته دا واضح پیام رسوي چې دوی نور باید جنګ ته شا او سولې ته مخه کړي، که دواړه اړخه له عقلانیته کار وانخلي او د زمان سیر درک نکړي نو په فنا محکوم او نتیجه به یې د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو نه مهارېدونکی بحران وي البته ستر دولتونه او ویښ ملتونه به په هر صورت خپل ځانونه ساتي خو د درېیمي نړۍ هیوادونه، په تېره بیا اسلامي نړۍ به د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهي.

که څه هم په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ په خبرو کې طالبان د امیدوارۍ خبره نه کوي خو دوی نور باید له سر ناخلاصۍ څخه پرهېز وکړي او د یوې سر تا سري سولې په منلو سره ځان، افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ د داعش له بلا وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *