امین الله عادل –

په دې وروستیو کې ولسمشر اړونده ادارو ته امر کړی، چې ۴۴۰۰ شا او خوا ملاامامان د حکومت په تشکیل کې رسمي کړي. دا علماؤ او ملا امامانو لپاره ښه خبر دی ځکه د هغوی اقتصادي وضیعت ښه نه دی او د ژوند له ډېرو ستونزو سره لاس او ګراېوان دي.

معلم او ملا امام د ولس هغه پر نفوذه قشر دی، چې تل د ولس په مینځ کې اوسېږي، هغوی د خلکو په زړونو کې ځای لري، د هغوی پرېکړه او تصمیم د افرادو او ټولنو پرېکړه او تصمیم وي. هغوی د افرادو او ټولنو مسیر بدلولی شي. هغوی کولی شي، په کلیو، بانډو او لرې پرتو سیمو کې د حکومت استازیتوب وکړي، هغوی کولی شي، چې په ټولنه کې په ډېر لږ لګښت سره ډېر بدلون را منځ ته کړي. مګر دا قشر ډېر محروم دی. مګر هغوی دوې ډېرې سترې اړتیاوې لري:

  • په خپل مسلک کې روزنه ورکول او وړتیاوې یې لوړول
  • د هغوی ژوند ښه کول او له هغوی سره مالي مرسته کول
  • هغوی په هر کچه په پرېکړو او پلانونو کې شریکول

هغوی کولی شی، چې په اسانۍ سره د خلکو ترمنځ شخړې هوارې، د قومونو دښمنۍ له منځه یوسي، د خپل کلي، سیمې، ولایت او ټول هېواد په رغونه او پرمختګ کې د عامو خلکو ګډون پیاوړی کړي. د خلکو په بسیج سره د ځینو ځان غوښتونکو، د شخصي ګټو پالونکو مخه ونیسي. د ډېرو موجوده تعصباتو او فتنو مخه ونیسي چې اوس یې ځینې خلک له همدې توکمپالنې، سمتپالنې او ژبني پالنې څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

هغوی کولی شي د ماشومانو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی را لږ کړي. هغوی مثبت لوري ته د خلکو د ذهنیتونو په اړولو کې تر هر چا ډېر رول لوبولی شي. د ټولنې په یووالي او پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی شي.

هغوی کولی شي ډېر هغه قوانین چې په ډېر لګښت سره پلي کولو ته اړتیا لري دوی یې په ډېره اسانۍ سره په ټولنه کې پلي کړي. هغوی کولی شي په ټولنه کې د معارف او ښوونې او روزنې پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې د پام وړ مرسته وکړي. علماء به اسانۍ سره کولی شي، چې د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله را لنډه کړي، چې دا واټن کمول ښايي د حکومت لپاره دروند کار وي.

په دومره برخو کې چې هغوی مرسته کولی شي او د حکومت ډېر لګښتونه سپمولی شي! هغوی چې په دومره ډېرو برخو کې اصلاحات را وستلی شي، نو د هغوی معاش او روزنه خو باید د حکومت لپاره بوج نه وي. حکومت کولی شي، چې په ډېرو برخو کې اوس بېځایه لګښتونه کوي او یا هم په داسې برخو کې لګښتونه کوي، چې مصرف یې ډېر او ګټه یې لږ ده. هغه پیسې دې همدې برخې ته تخصیص کړي.

څنګه چې په یوه اداره کې د کارمندانو او مامورینو تخنیکي او مسلکي ظرفیت ته اړتیا ده. ملا امام او معلم هم د خپل کاري ډګر په برخه کې روزنې ته اړتیا لري. د هېواد زیربناوې یوازې فزیکي نه دي بلکې د هېواد په پرمختګ کې معنوي زیربناوې هم شته، چې د ملاامامانو او ښوونکو روزنه د همدې زیربنا ستره برخه تشکیلوي.

له همدې ځایه ده چې د حج او اوقافو وزارت باید د امامانو او خطیبانو د روزنې لپاره روزنیز مراکز جوړ کړي ترڅو علماوو ته د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي زده کړې برابرې کړي. د ملا امامانو او خطیبانو اتحادیې جوړې کړي ترڅو د هغوی ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي. د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره لازمې هڅې وکړي او په تدریج سهر د ټولو امامانو او خطیبانو د رسمي کولو لپاره منظم پلان جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *