په نوموړې غونډه کې  دهېواد يوشمېر سياسي شخصيتونو،د ملي شورا غړو،قومي مشرانو،جهادي قوماندانو،ښځينه فعالانو او ځوانانو ګډون کړې و.

دغونډې پرانيستې وينا ته دملي ثبات ټولنې مشر او ټاکنو دخپلواک کمېسيون د دارلانشاء پخواني ريس ضياءالحق امرخېل دښه راغلاست ترڅنګ  دهېواد روان وضعيت او ملي موضوعاتو په اړه  دملي ثبات ټولنې دريځ په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه( ملی‌ثبات ټولنه د نورو ټولو په څير مقطعي او لنډمهال او ياهم دکابل ولايت  پورې خپل فعاليتونه نه محدودوي بلکې دا ټولنه به  دهېوادوالو په  مرسته  په عمل کې  په ټول هېواد کې  خپل فعاليتونه  د ولسي ويښتابه او ملي مسايلو په اړه  تر ولسونو رسوي او د ولسونو په مرسته به خپل ټاکلي موخې چې هغه  د افغانانو د يووالي، د ستونزو د هواري، ټولنيز بدلون، سمون، رغون او ثبات له پاره هلې ځلې کوي) همدارنګه ښاغلي امرخيل وويل( د هېوادوالو لپاره دسولې راتګ د ټولو مسايلو څخه حياتي ارزښت لري او حکومت مکلفيت لري چې دسولې  راوستو په اړه  عملي ګامونه پورته کړي او دهغو خلکو پروړاندې ولسونه او حکومت ګډ دريځ ونيسي چې دسولې په راتلو کې دهغوي شخصي ګټې له منځه ځي،  نوموړي زياته کړه چې موږ تل سوله په شرايطو، داشخاصو او څو مافيايي کړيو پرسر قرباني کړې ده، که چيرته سولې په راتګ سره داساسي قانون کومه ماده ترسوال لاندې راشي نو څه پروا کوي چې دافغانانو دژوند دخونديتوب لپاره يوځل قانون مات کړو په تيروديارلسو کلونو کې چې څه باندې  ۲۲۰کرته اساسي قانون  داشخاصو دسليقوي کړنو له امله ترپښو لاندې شوی ولې دسور خط په نوم نه دې پيژندل شوی )

ورپسې  په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي  مولوي رحماني  خبرې وکړی او ويې ويل  ( مدني ټولنې  شتون په اصل کې  دحکومت په چارو څارنه  او حکومت خپلو نيمګړتياوو ته متوجې کوي، هغه د ملي ثبات ټولنې رامنځته کيدل د وخت اړتيا وبلله)

1همدارنګه سياسي شخصيت او جهادي رهبر قاضي محمد امين وقاد  ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل(  دسولې په اړه  روانې هڅې وستايلې او داهڅې يې دبين الافغانۍ ميکانيز له لارې ګټورې وبللې، نوموړي زياته کړه چې دسولې په راتګ بهرنيانو په هېواد کې د پاتې کيدلو کوم  بهانه هم نه پاتې کيږي او افغان کولای شي د ورورنو په څير خپلې ستونزې په خپله حل کړي )همدارنګه په ولسي جرګه کې دکوچيانو استازي مولوي ترخيل محمدي دملي ثبات ټولنې  دمشرتابه ضياءالحق امرخيل دا هڅه وستايله او دنوموړې ټولنې څخه يې خپل ملا تړ  اعلان کړ.  دغونډې   پای  د ملي ثبات ټولنې غړي او دکابل ولايتي شورا  وکيل مولوي عطاء الله فيضاني  په هېواد کې دتل پاتې سولې په دعا سره پای ته ورسيده.                                  په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *