امین پاچا

مخکې تر دې چې خپلې اصلي موضوع ته راشم غواړم د کولتور په هکله یو څه مالومات وړاندې کړم.

کولتور له یوې یواناني کلمې (کلچرا) څخه اخیستل شوی، چې د کرنې، څارنې او پالنې مانا لري او به اصطلاح کې د یوې ټولنې هغه دود او دستور ته ویل کیږي چې له ماضي تر حال پورې ژوندی پاتې شوی وي. کولتور د انسان له پیدایښت سره سم منځته راغلی دی او د انسان په مادي او معنوي ژوند کې یو ځانګری ځای لري.

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې هره ټولنه بېل، بېل کولتور لري، خو کوم کولتور چې په افغاني ټولنه کې دی د نړۍ په زیاترو اسلامي او غیر اسلامي ټولنو کې نه تر سترګو کیږي، افغانان کلونه کلونه کیږي د خپل کولتور په خاطر قربانۍ ورکوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري، خو پدې وروستیو څو کلونو کې د یو شمېر پردیپالو له لوري زموږ کولتور تر پښو لاندې کیږي، دا پردیپال داسې کسان دي چې هم خوري دلته او هم ځانونه تشوي خو خپل کولتور نه پېژني، دا کسان له یو شمېر هغو هېوادو څخه چې غواړي زموږ کلوتور د خپل کولتور تر اغېز لاندې راولي، په بشپړه توګه ملاتړ کیږي، چې یو له هغې ډلې هم امریکا او ایران دی.

امریکا چې افغانستان ته راغلې دلته زیاتې موخې لري، چې یو له هغې موخو زموږ د ټولنې د کولتور له منځه وړل او پر ځای یې خپل کولتور او فرهنګ پلي کول دي، دا نه یوازې په افغانستان کې بلکې غواړي د نړۍ په ټولو هېوادو خپل کولتور پلی کړي.

بل په دې وروستیو کې ایران زموږ د کولتور د له منځه وړلو لوی لامل ګرځېدلی دی، دوی په افغانستان کې یو شمېر ګوډاګیان لري او د هغوی په مرسته دوی غواړي زموږ کولتور په ځانګړې توګه د پښتنو دود او دستور کمزوری او پر ځای یې خپل ایرانېزم پلي کړي، چې بلاخره د ګوډاګیانو دې ډول کړنو د پښتنو احساسات را وپارول او دې ته یې اړ کړل چې د خپل کولتور څخه به کلکه دفاع وکړي.

کله چې جهاني د اطلاعاتو او کولتور د وزیر په توګه نومړي وزارت ته نوماند شو، له همغه ورځې ایرانیان او د دوی ګوډاګیان په دې هڅه کې وو تر څو جهاني دې وزارت ته بریالی نشي، دا ځکه چې په تېرو دیارلسو کلو کې زموږ فرهنک د دوی تر مستعمرې لاندې و او داسې څوک نه وو چې مخنیوی یې وکړي.

دلته د یو شمېر ټلویزیوني چینلونو هر اړخیز ملاتر د ایران له لوري کیږي، چې یو له هغې ډلې هم د طلوع تلویزیون دی، طلوع تلویزیون چې له تېرو دوولسو کلو په افغانستان کې فعالیت کوي، ټولې خپرونې یې د ایران او د دوی د ګوډاګیانو له لوري په ایراني فرهنګ خپریږي، د خپرونو ژبه یې ایرانی فارسي ده، د خپرونو سټایل یې غربي، غیر اسلامي، او افغاني سټایل دی، چې د دوی دې ډول خپرونو زیاتره افغان ماشومان له زده کړو او اسلامي چوکاټه لرې کړي دي. پخوا به د ماشومانو تر منځ په ښوونځیو کې د ( تولسي او پرینا ) کیسې کېدې خو اوس د ترکي سریالونو او ډارامو کیسې د دوی تر منځ روانې دي او همدغه ډرامې د دې لامل کیږي چې زموږ کولتور کمزوری شي، د یوه سریال په خاطر به یو نوی ځوان هلک د شپې تر (۱۱:۰۰) بجو ناست وي سهار به په ( اتو) بجو له خوبه باڅیږي، نو کله چې د یوې ټولنې ماشوم دا ډول عادت شي، مالومداره ده چې زموږ ټولنیز فرهنګ له منځه ځي.

زه وایم چې که چېرې موږ او زموږ دولت د دې ډول پردیپالو چینلونو مخه ونه نیسي تاسو باور په خدای وکړی چې څو کاله وروسته به زموږ فرهنګ په یوه غربي فرهنګ بدل شي، ځکه د ماشومانو ذهنونه د یوه سپین کاغذ په څېر دي، هر هغه څه چې دوی په ماشومتوب کې زده کړي، خامخا یې د ژوند په چارو کې عملي کوي، نو که غواړی چې داسې ونه شي، خپل کولتور او فرهنګ مو پر ځای پاتې شي، نو مه پرېږدئ چې پردیپال زموږ او تاسو فرهنګ له منځه یوسي.

په درناوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *