د افغانستان اسـلامې جمهوری دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د غزني ولایت مقام
خبرپاڼه
نیټه :۱۳۹۴-۲-۱۸
 
د غزني ولایت د ناوی ولسوالي چې په تیره لسیزه کې د افغان حکومت په واک کې نه وه ،دغه ولسوالی د وسلوالو طالبانو لوی مرکز وو چې د غزني ولایت په ګډون ځینې نور ولایتونه به ترې نا امنه او د ګواښ سره مخ وو.
د تیرو دوه اونیو راهیسې په ناوه ولسوالۍ  کې د ۲۰۳ تندر قول اردو تر رهبرۍ لاندې د غزني ولایت ملی امنیت او ملی پولیسو په ملتیا د بدر تر نامه لاندې ګډ عملیات پیل شوې دې چې نن جمعه د افغان امنیتې ځواکونو لخوا په بشپړه توګه یاده ولسوالې  ونیول شوه  .
د افغان امنیتې ځواکونو په دغه ګډو عملیاتو کې ۲۴۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې  چې د ۴ قوماندانانو او ۳ معاونینو په ګډون ۱۷۰ وسلوال وژل شوې تر۷۰ نور یې ټپیان شوې  او ځینې یې ژوندې نیول شوې دې په وژل شوی قوماندانو کې ۲ پاکستانې طالبان دې .
د افغان امنیتې ځواکونو په دغه  ګډو عملیاتو کې د ملی پوځ یو سرتیری شهید او دوه نور یې ټپیان شوې دې .
د مقر ولسوالۍ  څخه  ناوی ولسوالۍ ته په غزیدلې لاره افغان امنیتې ځواکونو لخوا تر ۲۰۰ پورې ماینونه کشف او خنثی شوې دې .
په دغه ګډو عملیاتو کې  افغان امنیتې ځواکونو ته په زرهاوو کیلو ګرامه چودیدونکې مواد او زیاته اندازه مهامات لاس ته ورغلې دې.
په درنښت
شفیق ننګ
د غزني ولایت ویاند 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *