نه پوهېږم، د روان ناورین مسوولیت د چا پر غاړه دی او څوک یې باید غم وخوري؟ کیدی شي ولسمشري به کوم ځانګړی مسوول یا مشاوریت ولري، چې د ټولنیزو او ورځنیو چارو احوال واخلي، خو په مشخصه توګه نه، هغه به خامخا ډیرې نورې دندې هم تر خپلې سینې لاندې کړې وي، څو د هغو زرګونو ډالرو لپاره چې اخلي یې، داسې ځان وپړسوي، چې ګواکې زیاتې دندې پر مخ بیايي، نو حلال حق یې دی او باید چې وایخلي.
خو کومه ده؟ که هر چا خپل مسوولیت پېژندلی او خپل صلاحیت ته ژمن او رښتینی وای، اوس به مو دا لارورکی منزل په مخکې نه درلود. ستونزې او ناخوالې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، مرګ ژوبلې ته خو له سره اټکل نشي کیدی او د خلکو اقتصادي ناانډوله کچه نه کنټرول شوه او نه یې د تعادل په هکله کومه روښانه او صادقانه اراده رامنځته شوه.
راځئ دا راسره ومنئ چې د افغانستان امنیت او دا اوسنی کړکیچن وضعیت که فرض کړو ۵۰ سلنه په سیاسي تأثیراتو پورې تړلی، پاتې ۵۰ سلنه نور یې له اقتصادي لامل (فردي اقتصادي ضعف) پرته بل څه نشي کیدی. اما دا هم په زغرده ویلی شم، چې ناانډوله، ستونزمن او کمزوری فردي اقتصاد د زیاتو سیاسي ناخوالو سرچینه ده او په لوی لاس دغې ترخې لوبې ته د لارې هوارولو لامل ګرځېدلی دی.
وګورئ! هلته یو څوک دی چې له لوږې مري یا د لوږې او بېوزلۍ له امله خپل اولادونه خرڅوي، خو په څنګ کې یې بیا داسې څوک اوسیږي، چې نه یې د شتمنۍ اندازه لګیږي او نه هم څوک شته چې حساب ترې وپوښتی شي. هغه یو لاپسې بېوزله کیږي، اړ ویستل کیږي او محرومیږي او هغه بل نور هم د مړښت له لاسه پړسیږي او د ناحسابه شتمنۍ سلطنت یې لاپسې پراخیږي.
زه د خلکو پر شتمنۍ بخیلي نه کوم، خو شرط دا دی چې باید حلاله وي؛ نه دا چې د پردیو او بیوزلو حق یې خوړلی وي، د ملت مال یې چور کړی وي، له ریاسته نیولې تر عادي ماموریته یې ټول خپل او خپلوان ګمارلي وي. خو هغوی چې نه کومه واسطه لري او نه وسیله، قصداً محروم وګڼل شي؛ لوی او نه بخښونکی ظلم دی.
په ډاډ ویلی شم، چې د ناامنۍ یوه اغېزناکه برخه د عقدمنو کسانو لخوا توده ساتل شوې، کله چې د هغوی حق خوړل کیږي حضور یې د بخیلانو پر زړونو باندې نه هواریږي او په عادي اصطلاح، هغوی له دندې ګوښه کیږي یا هم د دندې وړ نه ګڼل کیږي، نو طبیعي ده چې مایوسي یې روح نارامه کوي او د دغسې برخوردونو تکرار یې باالاخره په یو لوی غم اړوي.
اوسني حکومت ته سترګې اوښتې چې که نور هیڅ نه وي، د بې روزګارۍ یا بېکارۍ لمن به تر ډیره حده ورټوله کړي، خو متاسفانه نه یوازې په همغه پخواني حالت کې پاتې شوه، بلکې هغه کچه نوره هم لوړه وخته او لا پسې ورځ تر بلې په لوړېدو ده.
څوک شته چې ددغه وضعیت ښکار شوي کسان تضمین کړي، چې پر هيڅ کوم ناوړه کار به لاس نه پورې کوي؟ فکر نه کوم، چې څوک به یې مثبت ځواب ته زړه ښه کړي.
که زه ووایم یا ونه وایم، ټول په دې پوهیږي، چې دا ښکار شوي کسان ورځي، پر غلا لاس پورې کوي، د لویو لارو د لوټمارانو سره یو ځای کیږي او ورته نورې ناسمې لارې د پیسو موندلو لپاره لټوي.
اخر له کومه به شي! کله چې تقاضا پر خپل اوج ولاړه پاتې وي او پر وړاندې یې د عاید کچه پر صفر ودریږي، بالاخره دا به څومره زیرمه (شتمني) وي، چې د تقاضا سره موازي حرکت وکړي؟
مثلاً، یو عادي سړی دی، په کور کې لس تنه داسې کسان لري، چې هغوی د ډوډۍ، جامو، بوټونو او د نورو لومړنیو توکو غوښتونکي دي؛ دا سړی اقلاً پنځه میاشتې کیږي چې بېکاره شوی دی؛ څومره پانګه یې چې درلودله، هغه یې پء خپله کورنۍ باندې پخوا لا خوړلې ده، پور یې هم ډیر کړی، نور د دې مخ نلري چې له چانه په پور پیسې واخلي؛ دغه راز چې هرې ادارې ته د کارموندنې لپاره ورغلی، بېرته ترې نهیلی راوتلی دی او نور یې هم له سرکارانو نه تمه شکېدلې ده؛ کومه بله مرجع هم نشته چې یاد کس ورشي او د حلالې مزدورۍ په بدل کې معاش واخلي، معنا دا چې ټول وګړي خو نه خټګر کېدی شي، نه رنګمالي کولی شي، نه تېږې ویستلی شي او نه هم کومه بله مزدوري. ښه نو داسې څوک به پیدا شي چې دغه سړي ته د حلالو او حرامو خبره وریاده کړي؟ که یې وریاده هم کړي، نو ګمان مې نشي چې کوم ځای به ونیسي.
ما ته خو تر ټول مهمه او اساسي مسأله همدا ده، چې باید تر هر څه مخکې د ټیټې سطحې وګړو ته کارونه او روزګار پیدا شي او د ټول مسایلو په سر کې د دغې طبقې د بې روزګارۍ موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي. دلیل یې هم ښکاره او ساده دی! دا طبقه د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په خاطر د ابزار یا وسیلې حیثیت لري، کیدی شي چې په مثبته یا هم منفي برخه کې وي؛ خو دا په دوی پورې نه ده تړلې، دا مسوولیت د سرکار دی! که یې خپل صلاحیت سم پر کار واچاوه او د ټولنې د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې یې پلان طرح کړ، نو بویه چې سرکار خپل مسوولیت ته ژمن دی او دا ادعا هم کیدی شي، چې نوموړی د امن په راوستو کې حوفوي کس دی او دغه اصل ته په رښتینې توګه غواړي چې ورسیږي. ګنې له دې پرته وروستۍ پېښېدونکې ناخوالې به ټولې د سرکاري مقام د بې غورۍ یا ناکامۍ له امله وي.
دافغانستان د اوسني حالت داړه ماران ،ټوپک سالاران ، او قدرت طلبان داسې په لوټمارۍ او فرېب کارۍ کې ماهر او بې رحمه شویدي چې پرته له ځان څخه نور د هېچا او هېڅ شي پروا نه کوي او نه یې زړه پرې سوزي .تر څو دا خا ینین په دې وطن کې وي دخوار او غریب ژوند به تر بدو لا هم بدتر شی..