د خپل ګرانښت په اړه يې رانه پوښتنه وکړه. سترګې مې پټې کړې او ورته ومې ويل چې يوه زره هم نه، خو له ځان سره مې پټې چيغې وهلې، دومره چې اندازه يې نشته، له ټولې نړۍ او بالاخره له هر څه …

   د خپلې ښکلا په اړه يې رانه پوښتنه وکړه. مخامخ مې ځواب ورکړ، کومه ښکلا؟ هغه سيکه چې د نن د بازار متاع ده، خو د سبا بازار کې نه چلېږي او د تېرې زمانې بې ګتې ميراث بلل کېږي، خو د زړه دراز او نارينه غرور مې نارې وهلې چې ستا ښکلا د ټول ژوند سيکه ده، هغه رڼا ده چې ما په کې ځان بايللى او په خپل نامريى ځواک کې يې رانغاړلى يم

   د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې، لکه د وروستۍ پوښتنې مخاطب يې چې زه نه وم، له ځان سره يې وويل: بس نو بيا مې مينه هم څه ارزښت او باور نه لري؟ غرېو نيولى وم، ورته ومې ويل

   هو! همداسې ده، ستا مينه هېڅ نه شي راکولى، خو وجدان مې نارې وهلې چې له باور ها خوا ايمان هم پرې لرم، ستا مينې زما ژوند ته له نوم پرته ارزښت، ښکلا او باور هم ورکړى، هغه خو زه يم چې ستا د مينې ارزښت نه لرم او ددې لمر په رڼا کې مې خپل نور ورک کړى…

   دواړه غلي شوو، د دواړو په سترګو کې ولاړو اوښکو له يو بل سره بل ډول خبرې کولې، سترګې مې له درده پټې کړې، څو مې چې د خپل غرور پر ښېښه پښه اېښوده او د زړه خبرې مې کولې، نو هغه نه وه، زه يوازې پاتې وم او تر ننه يوازې يم .

٢٠١٥ د مې ٧مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *