راټولونه : روح الامین نیازی –
هاشم املا په کال 1983 د مارچ په31 نیټه نړۍ ته سترګې وغړولې.
ښي لاسی توپ وهوونکی او میډیم پاس توپ اچوونکی هم دی. هاشم املا په یو ورځنیو لوبو کې په اول نمبر او په ټیسټ لوبو کې بیا په دریم نمبرکې توپ وهنه کوي.
د هاشم املا مشر ورور احمد املا هم د کرکټ یو مسلکي لوبغاړی دی چې له هاشم املا څخه یې دوه کاله مخکې د کرکټ نړۍ ته مخه کړې ده چې اوس د ډولفین لوبډلې لوبډلمشر دی.
هاشم املا د سویلي افریقا په یوې مسلمانې کورنۍ کې زیږیدلی دی چې اصلآ له هند څخه ډېر پخوا سویلي افریقا تللي دي.
هاشم املا په ټیسټ او یو ورځنیولوبو کې په نړۍ کې دریم ځای لري، نوموړی په 2011 کال کې د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې تیزې 2000 منډې یې په یو ورځنیو لوبو کې جوړې کړې او همدارنګه لومړنی لوبغاړی دی چې ډېر ژر یي 20 سلیزي په یو ورځنیو لوبو کې وهلي دي. هاشم املا د سویلي افریقا په ټیم کې لومړنی لوبغاړی ده چې په ټیسټ یا پنځه ورځنیو لوبو کې یي د سویلي افریقا لپاره درې ګوني سلیزې (311) ناسوزیدلې منډې جوړې کړیدي.
په 2010 کال کې سویلي افریقا د هندوستان کرکټ لوبډلې سره یو سیریز درلور چې په خپله هند کې وه، پدې سیریز کې هاشم املا په اول اننګز کې 253 ناسوزیدلې منډې جوړې کړې چې ددې منډو په مرسته سویلي افریقا 558 منډې جوړې کړې، په دوهمه ټسټت لوبه کې په اول اننګز کې هم هاشم املا سلیزه ووهله او 114 منډې یي جوړي کړي، په دوهم اننګز کې یې بیا هم سلیزه ووهله چې 123 ناسوزیدلې منډې یې جوړې کړې وې.
په همدې کال کې بیا سویلي افریقا لوبډله د پنځه یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د ویسټ انډیز هېواد ته لاړه چې هلته هم هاشم املا خپله وړتیا وښودله، په لومړۍ لوبه کې یي 102 په دوهمه کې 92 په دریمه لوبه کې 30 په څلومه لوبه کې 129 او په اخري لوبه کې یې بیا 45 منډې جوړي کړي.
په 2012 کال کې بیا سویلي افریقا لوبډله انګلستان هېواد ته د ټیسټ لوبو لپاره لاړه چې هاشم املا هم هلته نړیوالو ته خپله وړتیا وښودله او 311 ناسوزیدلې منډې او لومړنی افریقایي لوبغاړی شو چې دومره منډي یي وکړي چې په دوهم لوبه کې یي بیا هم سلیزه ووهله.
په همدې کال یي په استرلیا کې په لومړۍ لوبه کې 104 او په دوهمه لوبه کې 196 منډي جوړې کړې چې ووسته بیا په 2014 کال کې په لومړي ځل د ټیست لوبو لوبډلمشر شو. په 2015 کال کې بیا د سیریز غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
هاشم املا خپله لمړۍ ټیست لوبه په 2004 کال د نومبر په 28 نیټه د هندوستان په خلاف ترسره کړه، چې خپله لومړۍ یو ورځنې لوبه یي بیا په کال 2008 د مارچ په 9 د بنګلدیش په خلاف ترسره کړه او خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یي بیا په 2009 کال د جنوري په 13 نیټه د استرلیا په خلاف ترسره کړه.
تراوسه یي په 82 ټیسټ لوبو کې برخه اخستې چې د 52.78 په اوسط یې ټولې 6757 منډې جوړې کړي چې زیاتې منډې په یوه لوبه کې بیا *311 ناسوزیدلې منډې دي، همدا راز یي په 115 یو ورځنیو لوبو کې برخه اخستې چې د 55.26 په اوسط 5692 منډې کړي چې زیاتې یي 159 دي، په شل اویزه لوبو کې بیا د 25 په اوسط 26 لوبې ترسره کړي او 127 منډې یي جوړي کړي چې زیاتې منډي یي په یوه لوبه کې 59 دي.
د هاشم املا ځیني مهې لاسته راوړنې:
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 2000 منډې یې په یو ورځنیو لوبو جوړې کړي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 3000 منډې یې په یو ورځنیو لوبو جوړې کړي.
- لومړنی لوبغاړی چې د سویلي افریقا لوبډلې ته یي له 2008 نه تر 2010 کال پورې 19.79 ٪ منډې کړي دي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 4000 منډې یې په یو ورځنیو لوبو جوړې کړي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 5000 منډې یې په یو ورځنیو لوبو جوړې کړي.
- لمړنی افریقایي لوبغاړی دی چې درې ګونې (Triple) سلیزه یې وهلې.
- لمړنی افریقایي لوبډلمشر دی چې د سریلانکا په خلاف یي په سریلانکا کې په ټیسټ لوبه کې سلیزه ووهله.
- لومړنی لوبغاړی دی چې په یو کال کې یي په دواړو ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې 1000/1000 منډي کړي دي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 10 سلیزې یي وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 15 سلیزې په 89 لوبو کې وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 16 سلیزې یي وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 17 سلیزې یي وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 18 سلیزې یي وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 19 سلیزې یي وهلي.
- لومړنی لوبغاړی چې تیز ترینه 20 سلیزې یي وهلي.