خبرپاڼه

کابل – مرمرینه ماڼۍ- دغویی ۱۹مه

د ننګرهار ولایت د حزب اسلامي ولایتي مشر استاد عبدالعلي، د پوهنتون استادانو، ځوانانو، علماواو د بیلابیلو قومونوګڼ شمیر استازو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.

په د غه لیدنه کې د مشرقي زون د خلکو په استازیتوب د ننګرهارولايتي د فترمشر استادعبدالعلي د ننګرهار ولایت پرامنیتي ستونزو خبرې وکړې اوپه دې اړه يې د  اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان ته خپلې
اندېښنې وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ يې په ولایت کې ځوانانوته د کار او تحصیل زمینه برابرولوغوښتنه وکړه.
د غه راز د ننګرهار ولایت پوهنتون استاد محمدعاصم هم خبرې وکړې او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال څخه يې غوښتنه وکړه چې د مشرقي زون ناامنیوته جدي توجه وکړي.
هغه وویل چې دوی د ملي وحدت د حکومت پوره ملاتړ کوونکي دي او له حکومت څخه يې غوښتنه يې داده چې ددوی په ولایت کې دې وروستیو نا امنیو ته خاتمه ورکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په دې وروستیو کې د ننګرهار په ولایت کې زړه بوږنوونکیوپېښو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت له مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو سیمو په ابادولو او دامنیت په ټینګښت کې له دولت سره هرډول مرسته اوهمکاري وکړي.
انجینیرمحمدخان ډاډ ورکړچې یادو ستونزو ته به رسیدګي وکړي اود ننګرهار ولایت کدرونوته به د کار مناسب زمینه برابروي.
لومړي  مرستیال په ټینګار سره وویل چې که څوک د حز ب اسلامي لخوا دولتي ادارو کې په دندو ګمارل کیږي باید په کار پوه او مسلکي شخص وي ترڅو ددین، هیواد، حزب  اسلامي، او بل آخره د خپلې کورنۍ د نیک نامۍ سبب وګرځي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *