خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۲-۲۰
کندهار، افغانستان- نن سهار د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ګمرک، د جامدو کانو او اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسوولينو او يو شمېر نورو مامورينو سره د هغوی د کاري فعاليتونو، لاسته راوړنو، وړانديزونو، ستونزو او راتلونکي کاري پلانونو په اړه خبري وکړې او کندهار والي هغوی ته لازمي سپارښتني وکړې.
هر سهار د درو-څلورو رياستونو مسوولين کندهار والي ته د تېر کال ګزارش او راتلونکي کال کاري پلان وړاندي کوي. نن سهار د ګمرک، جامدو کانو، اطلاعاتو او کلتور او هوايي ډګر رئيسانو د تېر کال ګزارش او راتلونکي کال پلان وړاندي کړ او کندهار والي ته يې بشپړ معلومات ورکړل.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ګمرک مسوولينو ته وويل چي دغه رياست بايد د عوايدو په لوړېدو کي زياتي هلي ځلي وکړي، تر څو اقتصاد مو پر پښو ودريږي. عزيزي زياته کړه چي که د ګمرک عوايد لوړ سي، بېله شکه به د کندهار اقتصاد پر پښو ودريږي. د کندهار والي وويل: زما له لومړيتوبونو څخه يو دا دی چي د اقتصاد پياوړتيا ته کار وکړم. په دې برخه کي د ګمرک رياست هلي ځلي نهايت مهمي دي.
د ګمرک رئيس سيدجمال ژمنه وکړه چي د عوايدو په لوړېدو کي به خپلي هلي ځلي کوي او زياته يې کړه چي اوسمهال د يو ډېر منظم کمپيوټري سيسټم له مخي د دوی چاري مخته رواني دي.
ډیر منظم د غلا سیستم (دا ټولو ته معلومه ده چې په ګمرکاتو او عوایدو کی براعلا غلاوی روانې دي) او پکې ریس د ګمرکاتو، عوایدو، وزیر د مالیی، قومندان د امنیه، والی او د ځینو نورو په مراره خوړلو کې حصه وي… افسوس پر دې حالت او اوس هم کتابچې ورته پرتې دي چې د بوجۍ پوښونه یې ورکړي (آیا کمپیوتري سیتم همدا وي ؟ ) افسوس