د ودکا د بوتل په بیخ کې څو څاڅکې پاتې وو، هغه یې په خوله کې وځنځول. نور بوتل یې د شپې په سر اړولی و. د جمپر رنځیر یې پرانیست. له جیبه یې موبایل راوایست. ورته ویې کتل چې څو بجې دي. د هغه چارج خلاص شوی و.
د کړکۍ مخې ته ایښي کارتنونه یې پورې وهل. بهر اسمان وریځ و لمر نه ښکاریده. پوه نه شو چې څو بجې به وي. تندی یې وموښه. پښه یې د تخت له ژۍ سره ولګیده او زګیروی یې شو. دباندې پیشو میو میو وکړ. ور یې پرانیست. پیشو ځان ببر کړ، د ده له پښو سره یې خرهاری شو. سړي ډوډۍ ورته کیښوده او د هغې پر سر یې لاس تیرکړ:
«دولس بجې که فابریکې ته ورنه شم ستا د خوراک پیسې به له کومه کوم؟»
سړي موبایل چارج ته کیښود او په جګو پښو ورته کیناست. د موبایل له لګیدو سره یې ساعت ته پام شو چې دولسو ته شل دقیقې پاتې دي. په یوه لاس یې مخته اوبه واچولې او په منډه ووت.
د فابریکې مشر دیوالي ساعت ته اشاره وکړه:
– د مرکې لپاره لس دقیقې ناوخته شوی یې
– وبخښئ کور مې لرې دی، په لاره کې بیروبار و
– تاسو باید مخکې له مخکې د لارې اټکل کړی وای
– د موبایل چارج مې خلاص شوی و چې ساعت وګورم
– موبایل مو باید پرون لا چارج کړی وای
– د شپې بهر ووتم او موبایل مې هیر شوی و
– تاسو په کار پسې ګرځئ باید د موبایل چارج مو نه وای هیر شوی
– ښه اوس کار څرنګه کیږي؟
– هغه څوک چې خپله غلطي نه مني کار نه ورکوو.
پای، پراګ
ښکلې کیسه ده.
ډېره خو بده کیسه نه ده .