ولسمشر کرزي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دندو، تشکيل او صلاحيتونو قانون توشېح کړ
ولسمشر حامد کرزي نن چهارشنبې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو او صلاحيتونو قانون توشېح کړ.
ولسي جرګې دغه قانون د دوشنبې په ورځ تصويب کړى و. پر دغه قانون د ولسي او مشرانو جرګو د يوې ګډې کمېټې له خوا خبرې روانې وې، د دې قانون ځينې مادي جنجالي وې.
دغه قانون په داسې حال کې توشېح کېږي چې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته لږې مياشتې پاتې دي او دا مهال د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې بهير روان دى.
ټاکل شوې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د راتلونکي لمريز کال د وري يا حمل پر ١٦مه وشي.