خبرپاڼه

 تاریخ: 20 ثور ۱۳۹4

کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د اسیا لپاره د بحران د نړیوال ګروپ ICG له مشر ټیم جانسن سره د هیواد پر وضعیت خبري وکړې.

ښاغلي جانسن په دې لیدنه کي د افغانستان سیاسي حالت قانع کوونکی او له بحران څخه د مخنیوي په برخه کي تر ټاکنو وروسته د سیاسي زعیم پرېکړه مهمه وبلل.

هغه زیاته کړه، چي افغانستان له یوه سخت حالت څخه تېر سوی او ددې وخت دی، چي حکومت له حاضرو فرصتونو څخه سالمه استفاده وکړي.

نوموړي د سولي لپاره د افغان ګاونډیانو او سیمي هیوادونو رښتینې همکاري شرط وبلل او ټولي خواوي یې دقیق کار ته راوبللې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ICG له یاد مقام سره په لیدنه کي د هغو لاسته راوړنو او فرصتونو یادونه وکړه، چي د ملي یووالي حکومت په خپله لنډه کاري موده کي درلودې.

نوموړي وویل، چي حکومت د کار په پیل کي له نړۍ سره اړیکي له سره ورغولې او په دې توګه یې د افغانستان نړیوال اعتبار په بې سارې توګه زیاد کړ.

هغه زیاته کړه، چي حکومت د سولي خبرو لپاره هم اغېزمني هڅي کړي، خو په وینا یې، چي له دې هڅو د نتیجې تر لاسه کولو لپاره د ټولو غاړو رښتینی کار اساسي ارزښت لري.

ډاکټر عبدالله په نني مجلس کي یو ځل بیا وویل، چي حکومت به د سولي په خبرو کي د تیری لسیزی لاسته راوړني قرباني نه کړي او د سولي په اړه به ولس په جریان کي ساتي.

اجرائیه رئیس د انتخاباتي نظام د اصلاح او نورو هغو ژمنو په اړه، چي د حکومت رهبرۍ کړي، د سیاسي ارادې شتون حتمې وباله او په دې برخه کي دقیق کار نه کول یې د حکومت لپاره اساسي چلنج وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *