مورې!
له بل ملکه راواريد شوی زوړ پوړنی به دې نوی شي.
مورې!
د بل زوی په وير کي به بيا پرسر خاوري باد نه کړي، بل زوی به دې نه وژل کيږي، نور به دې څپولي وريښتيان پاک و ستوره ښکاريږي، نور به دې په سترګو کي د اوښکو پر ځای خوښي ځليږي، نور به دې لور نه خرڅيږي، نور به دې نغری نه به يې اوره کيږي، نور به دې دسترخان نه بې ډوډۍ کيږي.
مورې!
د افغان انسان ژغورنې دا لويه سلسله، دا لويه ژمنه او دا لويه دعوه د ودان افغانستان ارمانجنو کړي.
دوی ژمنه کړي چي نه څوک وژنو او نه چاته د بل چا د وژلو حق ورکوو، دوی هڅه کوي چي د خپل ملک توليدات زيات او استعمال يې له ځانه راپيل کړي، دوی زيار ګالي چي هر افغان د خپل کور او اور څښتن شي، دوی د ملي احتياج د ختمولو لپاره خولي تويوي او پر خپلو ډوډيو د خپلو دسترخانونو د ډکولو لاري چاري ولس ته په ګوته کوي، دوی د ويښتيا او روښانتيا پړاو ته ژمن دې او د غلتو رواجونو د مخنيوي په موخه رسنيز ډګر تود ساتي.
موري!
هله!
هله موري!
له تندي څخه لاس ليري کړه!
هله لوی خدای ته پلو يوسه او د وطن د مور د رښتنيو بچيانو د سر خير وغواړه!
# موري_نن_مي_ډيره_ياديږي
په قلم مو برکت شه