غښتلی زوی
یو�� ورځ پلار د خپل زوی پر اوږه لاس کېښود او وې ویل ، زه غښتلې یم که ته ؟
زوی یې وویل زه !
پلار یې بیا وپوښتل زه غښتلی یم که ته ؟ زوی وویل زه !
پلار یې په درېیم ځل په قهر ترې وپوښتل زه غښتلی یم که ته ؟
زوی وویل زه !
پلار یې له خپله ځایه په داسې حال کې روان شو ، چې ډېر ناخوښه او له سترګو یې اوښکې روانې وې ، بیا یې له زوی وپوښتل
زه غښتلی یم که ته ؟
زوی یې وویل ته …..
پلار یې وویل زه خو نا ارامه شوم ، چې تا ویل زه له تا غښتلی یم ؟
زوی یې وویل نه هغه درې ځل مې چې وویل له تا غښتلی یم ، هغه وخت تا خپل لاس زما په اوږه ایښي وه ، او دومره ډاډه وم لکه تر شا مې چې غر ولاړ وي ، خو کله چې تا خپل لاس زما له اوږې لرې کړ ؛ نو ومې لیدل چې بې له تا هېڅ نه یم .
ملګرتيا
دوو دوستانو په یوه دښته کې سفر کاوه ، د لارې په اوږدو کې یې سره بحث شو او یو ملګري یې بل ملګری په سپېړه وه واهه .
ملګري یې چې بدن یې هم درد کاوه بې له دې چې څه ووايي په شګو یې ولیکل (( نن مې زه ډېر ښه دوست په څپېړه و وهلم ))
هغوې خپل تګ ته دوام ورکړ ، تر دې چې داوبو یوې چینې ته ورسېدل او پرېکړه یې وکړه چې دوی به دلته لامبي .
ناڅاپه سپیړه خوړونکي دوست اوبو واخیست ، خو هغه بل ملګري یې هغه وژغوره .
هغه په یوه ډبره ولیکل (( نن مې یوه ښه دوست زما ژوند وژغوره ))
هغه ملګري چې دی په سپیړه وهلی و او بیا یې ژوغورلی وه ترې یې وپوښتل :
ولې کله چې ما په سپېړه و وهلي به شګو دې ولیکل او اوس دې په ډبره لیکنه وکړه ؟
ملګري ځواب ورکړ : کله چې دې ملګری نارامه کوي ، نو هغه باید په شکو ولیکي تر څو یې بادونه له ځانه سره یوسي، خو کله چې له تاسره ښه کوي نو باید هغه په یوه تیږه ولیکل شي تر څو هغه لیکل یو باد هم پاک نه کړي.
چې ته ژبا ړن يې لیکونکې یې وښيه او که نه تا خپله لیکلی