(د لسمې دوهمه برخه)
فیډل کاسټرو ژوند لیک
(انقلاب د تیر او راتلونکی لپاره یو مرګونی هڅه ده)
د سیاسي رهبرانو د لړۍ په تیره برخه کې مو د نړی د نامتو سیاسي څیرې او انقلابي رهبر فیډل کاسټرو په اړه درسره چمتو سوي معلومات شریک کړل او پاته برخه یې پدې ګڼه کې درسره شریکوو.
د لومړي وزارت کلونه:
کاسټرو د کیوبا د لومړي وزیر مقام وړاندیز پدې شرط ومانه چې باید د یاد مقام صلاحیتونه زیات سي، د کار په لومړیو کې یې په ډیرو مهمو اصلاحاتو لاس پورې کړ چې په پایله کې يې فابریکې او کروندې ملي سوې، نوموړي دې ته ورته کارونه پدې نیت ترسره کړه ترڅو د امریکا د اقتصادي حاکمیت او نفوذ څخه ځان خلاص کړي خو هغه برعکس د متحده ایالاتو مخالفت د کیوبا په وړاندې نور هم راوپاراوه.
د کاسټرو سیاسي مهارتونو نوموړی د یاد هیواد دریمې طبقې یا دریم کلاس لکه کارګران، کروندګرو، کارکوونکو او نورو لپاره په زړه پورې کړ خو مینځني کلاس لکه ډاکټران، انجنیران، مسلکي اشخاص او نورو څخه يې مخالفت ولید او زیاتره د دوهم کلاس طبقه امریکا ته مهاجر سوه او دا کار په کیوبا کې د اقتصادي ضربې لامل سو. که څه هم کاسټر د کمونیست او مارکسیست ډول حکومتداری څخه انکار کاوه خو د نوموړي ډيرې پالیسۍ د شوروي اتحاد اقتصادي کنترول په ډول وې او د کمونیستي حکومتدارۍ تمثیل يې کاوه.
نوموړي د هغې تګلارې له امله چې خپل د حکومت مخالف ګروپونه وځپي او له مینځه يې یوسي فعالیتونو باندي حالت سخت بحرانی سو، ژورنالیستانو او لیکوالانو چې به د حکومت په وړاندې هره مقاله لیکله هغوی به اړ ایستل کیدل ترڅو مقالې په اخره کې وضاحت خپور کړي او مطبوعات یې سانسورول.
کاسټرو د شوروي اتحاد او کیوبا ترمینځ په اړیکو پیاوړي کولو باندې کار وکړ، دواړه لورو کیوبا دفاعي کمیټې جوړولو باندې موافقه وکړه همدارنګه کیوبا پریکړه وکړه ترڅو تیل د شوروي اتحاد څخه رانیسي. په ۱۹۶۱ میلادي کال کې تر هر وخت د کیوبا او امریکا اړیکې ترینګلی سوې، د هغه وخت د متحده ایالاتو ولسمشر اظنهاور د کیوبا له دولت سره ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او کاسټرو کیوبا یو سوسیالیست هیواد اعلان کړ.
د ۱۹۶۱ میلادي کال په اپریل میاشتې کې د کیوبا تښتېدلو یاغیانو (بیې اف بیګس) له لارې په کیوبا حمله وکړه پدې نیت ترڅو د کاسټرو حکومت له مینځه یوسي، د کیوبا امنیتي ځواکونو لخوا نه یواځې دا چې یاغیان په شاتګ ته اړ کړل سول بلکې درنه مرګ ژوبله یي هم ورواړول.
د امریکا په ملاتړ یادې حملې سره سم کاسټرو امریکایي امپریالیزم ختمولو او ډیمکراټیکو ټاکنو پای ته رسولو اعلان نور هم خپل موقف پیاوړی کړ، وروسته یې دنیا ته په ډاګه وویل چې نوموړی یو مارکسیست-لیننیست دی او زیاته یې کړه چې کیوبا به د کمونیستی رژیم تګلاره تعقیب کړي.
پداسې حال کې چې متحده ایالاتو په کیوبا اقتصادي بندیزونه لازیات کړه نو شوروي اتحاد رسماً تایید کړه چي په کیوبا کې د اقتصاد او نظامي مرستو په موخه یوه نظامي اډه جوړ کړي. د شوروي اتحاد زیاتو مرستو د شوروي اتحاد مشر نیکیتا خرشچف ته یوه نظره ورپیداکړه چې په کیوبا باندې د متحده ایالاتو دیرغل د مخنیوی لپاره هلته اټومي توغندي ځای پر ځای کړي.
د پورته پلان تطبیق په جریان کې امریکا د شوروي اتحاد د مشر خرشچف څخه غوښتنه وکړه چې کیوبا څخه دې اټومی میزایل لیري کړي، هغه وو چې د یوې معاملې په ترڅ کې چې امریکا به په کیوبا حمله نه کوي او همدارنګه به امریکا د ترکې څخه جپیټر میزایل لیري کوي پریکړې باندې موافقه وسوه.
کاسټرو په ۱۹۶۵ میلادي کال کې خپل په مشري کمونیست ګوند ایجاد کړ، په لاتیني امریکا او افریقا کې یې د امپریالیزم په وړاندی وسله والې مبارزې ملاتړ کمپاین شروع کړ. کرار- کرار کیوبا د دریمه درجه هیوادونو د رهبرۍ ویاندویي کوله، کیوبا (امریکا متحده ایالاتو سازمان) غړۍ سوه او کیوبا حکومت د کمونیست ګوند په لومړۍ ملي شورا سره یاد سو.
کیوبا د یو سوسیالیستي هیواد په ډول راڅرګنده سوه، پدې معنی چې ولسمشرۍ او لومړي وزیر مقامونه یې لغوه او د شوروي اتحاد اساسی قانون په اساس یې نوی اساسی قانون جوړ کړ. کاسټرو د دوو قواوو ریئس وو لکه د کابینې ریئس او دولت ریئس یعنی لکه ډیموکراټیکو نظامونو کې چې ولسمشر د درو سره قواوو مشر وي.
نوربيا…