محمد رحیم سکندر
مخکې به مو چې چېرته په رسنیو کې تفریحي خپرونې اوریدې او یا به چا طنز، مزاح او ملنډه جوړوله، نو ټارګېټ به یې ښاروالي او یا مامورین وو، خلکو به هم ویل چې دا خو لکه یوازې ښاروالي او مامورین دي (طنز یې محدود کړی) خو اوس وایم چې یوه موضوع دې تر هغې وڅیړل شي چې تر څو یې مثبته پایله درلودلې نه وي او یا نیمګړتیاوې رغول شوې نه وي. یوازې یو ښار نه یادوو بلکې عموماً دافغانستان ښارونه چټل دي، خیر که ځینې ښارونه د نقشې په لحاظ پنځه کونجي دي خو کثافات دانۍ نه لري، دهر کسبګر لپاره ځانته ساحه نه ده جوړه شوې او په دې ترتیب یې ګڼه ګوڼه بې ترتیبه ده. دا به هم تر یوه حده ورسره ومنو چې نن سبا صفاکاران ورته نیولي شوي دي، خو په ځینو ښارونو کې د ورځې لخوا جارو په کې وهل کیږي، چټل لښتي او کثافات رابسېره کیږي، د بوی او چټلیو له وجې څوک په ښه زړه سمه سودا نه شي کولی او داکار هم چې نوی ښاروال راشي د ریا او ځان ښودنې لپاره څو ورځې وکړي، خو لدې وروسته بیا ښار ګندګي په سر واخلي . یو خو عکسونه دومره ډېر لګیدلي چې د ښار طبعي ښکلا یې چټله کړیده ځکه ځینې عکسونه زاړه شویدي او له پاسه یې نور پرې تپلي دي. یوازې چټلي او بویونه نه دي چې دښاروالي مسؤلیت یې وبولو؛ بلکې په سوداګریز لحاظ یې هم توجه کمه ده لکه: متر، کیلو، لیتر، د ډوډۍ وزن، له تاریځ تېر او بې کیفیته مواد…
د لرګیو په اډو (ټالونو) کې په تیږو او کاڼو لرګي تلل کیږي ، څه پته لګیږي چې دا به پوره من یا دوه منه وي او کنه!؟ دغه راز په نانوايیو کې د ډوډۍ وزن که وګورو یوازې یې اساسنامه ورته جوړه کړې وي بیا یې پوښتنه نه کیږي ، د کلچو او میټاییو په کارخونو کې چټلۍ او د بې کیفیته موادو استعمال تیاره ناروغي ده ، په دوکانونو کې له تاریخ تېر مواد د (ماشومانو خوراکي توکي) دکتلو وړ او دوکانداران او مسؤلین یې دسرغړونې په صورت کې باید مجازات شي . نه یوازې په ښار کې دې دا کمېټه وګرځي ؛ بلکې د ولسوالیو او کلیو په دوکانونو کې په لارو کوڅو کې د سوداګرو صندوقونو هم باید وکتل شي ، ځکه زمونږ ټولنه چې تر اوسه اکثره کورنۍ له سواده بې برخې دي ، دوکانداران او سوداګر له وخت تېر توکي په کلیو پلوري او په دې سره ماشومان او میرمنې مو له ډول ، ډول ناروغیو سره مخ کیږي . دغه راز د فارمي چرګو رنځ هم باید په پام کې ونیسي ، زیاتره تیار حلال کړي چرګان او دنورو حیواناتو غوښې له نورو ملکونو څخه راځي او دهغه ځای ويډیو ګانې مو لیدلې دي چې په الله اکبر نه حلالیږي ، یوازې زهري ستنې ورکول کیږي او یا په لایزر وژل کیږي . ښاروالي یوازې دا دنده نه لري چې ښار په بیرغونو او بریښنا وپوښي ؛ بلکې دنده لري چې دخپل ولس او د ښار لپاره اوسیدونکو او سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د هر کسبګر ، هر مسلک او هرې پلورنځي لپاره بېل مارکېټ (سرای) برابر کړي .
یوه ورځ یې دکسابانو په چوک کې دلښتي پر غاړه څاروی حلالولو او دغه دلرګي سټې چې دشپې لخوا یې سپي څټې او دورځې بیا مونږ ته پرې غوښه ټوک ټوک کوي . ورکې که !؟ ډېرې ستونزې دي ټولې اوس په دې لنډ ځای کې نه ځاییږي . خو وخت پر وخت یې باید همداسې پرې نه ږدو ، که په تفریحي خپرونو کې مو وس رسیږي او یا مو په راپورونو کې له وسه کیږي خو چې کرار درنه کېنني .
(ښه خبره چې زر وارې وشي هم کمه ده ، ترڅو چې اصلاح نه وي رامنځته)