روح الامین نیازی – د هندوستان د غوره ليګ سيالو ۴۸ مه لوبه سنرایز حیدراباد او ګینګز ایلیون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه چې د حیدر اباد لوبډلې دا لوبه د ۵ منډو په توپیر وګټله.
د لوبې پچه یا ټاس د حیدر آباد لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د حیدر آباد لوبډلې په ټاکل شویو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یي د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.
د حیدر آباد په لوبډلې کې تر ټولو زیاتې منډې لوبډلمشر ډیویډ وارنر جوړې کړې. وارنر په ۵۲ توپو ۸۱ منډې جوړې کړې چې ۵ شپږیزې او شپږ څلوریزې یي ووهلې.
د پنجاب د لوبډلې په توپ اچونه کې هینډریک دوه، سینګ من او ماکسویل بیا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۸۵ منډو هدف په پوره کولو کې پنجاب د اته لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۰منډې جوړې کړې او لوبه یي د ۵ منډو په توپیر وبایلله د پنجاب په لوبډله کې د تیر په څیر بیا ډیویډ میلر تر ټولو زیاتې منډې وکړې میلر په ۴۴ توپونو د ۹ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۸۹ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې خو بیا هم د میلر دې منډو کومه ګټه ونه کړه او لوبه یې وبایلله، د حیدرآباد په توپ اچونه کې مویسس هینریکس درې، بیپل شرما دوه، بنشور کمار او ټرینټ بولټ بیا یو یو لوبغاړی وسوزوه. د لوبې غوره لوبغاړی هم ډیویډ وارنر ونومول شو چې ۸۱ چټکې منډې یي جوړې کړې وې.