نوازشریف ته په هوايي ډګر کې صلاح الدین ربانی هرکلی ووایه

تاند- د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.

محمد نواز شریف او جنرال راحیل شریف ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له لوري له هرکلي وویل شو.

وروسته ولسمشر غني په ارګ کې د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ د پاکستان صدراعظم محمد نواز شریف ته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې تود هرکلی و وایه.

له نوازشریف سره په دې یو ورځني سفر کې د پاکستان د استخباراتو یا آی ایس آی ريیس جنرال رضوان اختر، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري، د بهرنیو اړیکو لپاره د نوازشریف سلاکار او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د بهرنیو چارو لپاره د صدراعظم ځانګړی مرستیال طارق فاطمي او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

1تر دې دمه په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د نوازشریف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د خبرو جزییات څرګند نه دي.

One thought on “نوازشریف ته په هوايي ډګر کې صلاح الدین رباني هرکلی ووایه”
  1. Trust lost, everything lost. د اعتماد د بیا احیا کولو لپاره خورا ډیر وخت ته اړتیا ده. اعتماد چه خام شو، ټول شیان له منځه ځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *