تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د کابل په سفر کې د افغانستان حکومت او ملت ته مهم پیغام دا و چې له افغانستان سره د مرستې لپاره به طالبان ونیسي او یا به یې له منځه یوسي.
نوازشریف د سې شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې وروستۍ حملې غندي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تل پر پاکستان تور پوري کاوه چې افغان طالبان یې په خپله خاوره کې ساتلي چې افغانستان پرې بې ثباته کړي.
ښاغلي شریف وویل:«د هر سختدریځي یا هرې سختدریځې ډلې له هر ډول هڅې سره به چې افغانستان بې ثباته کړي سخت چلند وشي او د دې ډول عناصر مخه به ونیول شي او وبه نیول شي.»
نوازشریف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«ښاغلی ولسمشره، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان کېدای نه شي.»
ده د افغان طالبانو له لوري د عزم په نوم عملیات وغندل، ویې ویل چې د طالبانو تشدد ته به د تروریزم په سترګه وګوري او په خپله خاوره کې به د طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته په خپل هیواد کې امنیت ته تر هر څه زیات پام اړولی او د دې مقصد لپاره یې نه یوازې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هلې ځلې کړي بلکې هغو هیوادونو ته، چې پر پاکستان اغېز لري، قناعت ورکړی چې د افغانستان د ناامنۍ کیلي په پاکستان کې ده.
د پاکستان له ژمنو سره سره، چې طالبان به د سولې خبرو ته راولي، طالبانو په وروستیو ورځو کې تر تېرو کلونو هم جګړې ته زیات زور ورکړی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نوازشریف ته وویل:« د دوستۍ معیار دا دی چې دوست له خپل دوست سره په سخت ساعت کې کلک درېږي.»
په ځواب کې نوازشریف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر د بشپړ ملاتړ ژمنه یو وار بیا تازه کړه.
اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
د پاکستانی سیاست مدارانو او د پاکستانی فاحشو چی په جناح مارکیټ کی کوټی لری چندانی فرق نسته.
آفغانستان دي بياهم محتاطه واوسي ځکه پاکستان دآفغانستان په باره کي خپله نظامي ستراتيژې لرۍ دوئ تر موږ ډير ډيپلوماټان دي دخپلو اهدافو دتر سره کولو په خاطر دهرې وسيلې څخه کار آخلې.په روسې کې متل دۍ باور وکړه باوروکړه هګر امتحانوه ئې .مننه