له څو میاشتو ناندریو، د هزاره وو له پرلتۍ وهلو او د حکومت له عملیاتو او د قومي مشرانو په منځګړتوب له ۳۱ هزاروو ۱۹ وړمه ورځ خوشي شول چې طالبانو یا اسلامي دولت ډلې تښتولي وو.

که څه هم افغان حکومت وايي، له طالبانو سره معامله نه ده شوې، خو والسټریټ جرنال ته د غزني یو قومي مشر ویلي چې د ازبک جنګیالیو او د هغوی د ماشومانو په بدل کې دا یرغمل خوشي شوي دي.

د حکومت په خبره، به باور کول په دې ونه شي چې دې خلکو هسې هزاره یرغمل کړي نه وو او اوس یې هم د خدای لپاره خوشي کړي نه دي، خو پوښتنه دا ده چې دوی پښتانه ولې نه تښتول.

ځواب اسان دی، له کومې ورځې چې هزاره تښتول شوي وو، هم مظاهرې کېدلې او هم په خېمو کې پلترۍ وهل کېدلې.

د ولسي جرګې مخ ته یوه لار له نږدې یوې میاشتې راهیسې د یوې خېمې لامله تړلې ده، هغه هم یو داسې کس چې مشر یې ذولفقار اومید دی، ځان ډېر ملي بولي یوه ورځ یو ځای ورسره ناست وم، ویل یې زه دا نه وایم چې په دې وطن کې دې هیڅوک متعصب نه وي، خو چې لږ متعصب وي بیا هم ښه دی، ځان په هزاروو نه حسابوي، بلکې د کار او پراختیا په نوم ګوند یې په هره برخه کې رېښې لري، خو چې خبره د هزاره توب شوه، له دې ملي توب تېر شو او له هغې ورځې تر نن په خېمه کې پلترۍ وهلی ناست دی.

دا ډول نورې خیمې هم په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې ووهل شوې، پر دې سربېره هزاره وو د ځان مظلوم ښودلو او له حکومت د باج اخیستلو لپاره د دوی کارتوني ننداره هم وړاندې کړه، ځکه حکومت څو ځل عملیات وکړل او ان ولسمشر غني یو ځل وویل چې شپږ میلیون ډالر یې د یرغمل هزاره وو د خوشي کولو لپاره لګولي دي.

ښايي همدا وجه وي چې ازبک هم پوهېدل د خپلو جنګیالیو د خوشي کولو لپاره څوک وتښتوي.

هغوی ته ښه پته ده چې په دې وطن کې د پښتون ارزښت او بیه په هیڅ حساب ده، که مشر یې دی که کشر چې واک ته رسېدلی بیا یې د خپل قوم تپوس نه دی کړی او که یې هرڅوک وژني پاتې پښتانه دا هم نه وايي چې ولې داسې ور سره کیږي او هر یو په دې فکر کې دی چې غم یې له سر بچ دی، که په ورور یې هم دی پروا نه لري.

د هزاروو له تښتولو راهیسې ډېرې پېښې وشوې او ډېر پښټانه ووژل شول، خو هیچا هم غږ پورته نه کړل، ان په اروزګان کې طالبانو هغه شپږ پښتانه ووژل چې څو میاشتې ور سره یرغمل و، خو خلک په هغه ورځ پرې خبر شول چې د دوی سرونه پرې شوي و، خو همدا هزاره دي چې د خپلو حکومتي چارواکو په ملاتړ یې په مدني فعالیت او په حکومت کې له واک کارولو اوس ۱۹ هزاره خوشي کړل.

خلک دې دا نه وايي چې دا خلک د اسلامي دولت یا بلې دلې له خوا په دې تښتول شوي چې شیعه دي، ور سره تضاد لري، نه داسې نه ده، دا خلک د دې لپاره تښتول شوي و چې ارزښت لري او که څوک یې واکمن دی یا بې واکه د ژغورلو لپاره یې له خپل وس او توان سره مبارزه کوي.

هزار واکمن تل د خپل توکم د ګټو ساتلو لپاره پر خپل حیثت او واک سترګې پټې کړې او له هزاره سره په یو دریځ درېدلی دی، هغه که د ترهګر طالب په څېر وسله په لاس هم دی. د کوچیانو او هزاره وو په لانجه کې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال ارګ پرېښود، په بهسودو کې یې له هغو ترهګرو هزاروو سره خېمه ووهله، چې کوچیان یې خپلو مېنو ته نه پرېښږدل، خو په کونړ یا نورو سیمو هره ورځ توغندي ورېدل یو پښتون چارواکی هم دې سیمې ته نه لاړ چې هورې له خلکو سره ځان وژلو ته ور کړي.

که پښتون غواړي چې ارزښت پیدا کړي او خلک په ارزښت ورته وګوري، غوره لار یې دا ده چې چارواکی د خپلې څوکۍ ساتلو په ځای د پښتون ساتلو په فکر کې وي، که پښتون په درد کې وي همغه ځای ته ځان ورسوي او په دوی کې د مدني خوځښت د ژوندي کولو لپاره ښوونیزه او روزنیزه پانګه پرې وکړي لکه په هزاروو چې شوې او هره ستونزه چې ور پېښیږي شور او غږ پورته کوي، ان که په ناحقه هم وي د انساني حقونو ادارو له لارې د مدني فعالیت په بڼه خپله مبارزه پر مخ بیايي او غږ یې هم اورېدل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *