څو کاله پخوا د مور او پلارم د دیدن لپاره کابل ته تللې وم، مازدیګری ؤ په چوتره کې سره ناست وو مور مې د چوترې لاندې ځمکه اوپاشي (ابپاشي)کوله.

مخ مې ور واړاوه :

اخ مورکۍ د اوپاشي په دې بوي دې په پيسو واخیستم.

ویې خندل :

د وطن سپيره حالت ته مه ګوره له خاورې یې خوند واخله …

وریندارې مې خټکی راته کیښود، ورته ومې ویل :

وه نجلۍ بوره خو به دې نه وي پرې دوړولي …

موسکه شوه :

نه جان د کندوز خټکي همداسې خواږه وي …

ورور مې له بهره راغی:

اغا پوهیږې له یوه تنکي ځوان سره مخامخ شوم چې په کم عمر یې عجیب استعدا درلود، عالي شعر یې ؤ…

مور مې سوکه وویل :

ټوله ورځ دغوږو له درد په عذاب ؤ اوس یې ایله سترګې سره ورغلي دي ..

پلار مې چې یو لاس یې په غوږ نیولی ؤ کیناست او ویې ویل :

درسره راوستی به دې ؤ چې ما یې هم شعر اوریدلی وای. ..

دغه ځوان نذیر احمد نذیر ؤ چې له خپل پلاره مې څو خله د هغه د استعداد، ښه شعر او د ښو اخلاقو صفتونه واوریدل ژوندی دې وي….

په دې ورځ مې داسې احساس وکړ چې له وطنه لیریوالی له وطن سره مینه کموي…..

One thought on “له وطن سره د مینې یوه خاطره/ نازو پسرلی”
  1. خالد خروټی:
    رښتیاهم چې له وطنه لیریوالی له وطن سره مینه کموي….. خو بعضی وخت برعکس هم کیږی ،وطن سره هلته مینه پیداکیږی کله چی ځنی لري شوي دادلته چی اوسی ټول دی بل وطن کی مزدوران کړي وی خپله به لاری ته راغلي وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *