په ځینو مواردو کې چې نړیوال دریځونه د افغانستان په هکله مطرح وي بهتره ده هغه کسان تلویزیونۍ او رادیويي تبصرو کې ونډه واخلی چې لومړی د نړیوالو سیاسی پرنسیبونو او اصولو سره اشنا وي څو د صحبت په جریان کې د کلمو او جملو نوع د مطلب په هکله وټاکلای سی دوهم لکه څنګه چې د هیوادونو سره د اړیکو کچه متفاوته وی لهذا طرز د تفاهم او نوع د برخورد هم متفاوت کېږی مثلا نسی کېدای افغانستان ته د یو لیری غریب او وروسته پاتی افریقایی هیواد سره اړیکې د امریکا د اړیکو سره یو ډول پرتله کړو نو ځکه د هیوادونو د مشرانو سره د ملاقاتونو په وخت کې تبصری متفاوتی کېږی د کومو هیوادونو سره چې اړیکې خپل حساس پړاو کې وی باید تخریش امیزه، زننده او سپکې جملی او کلمات استعمال نسی چې د کار بهیر ته تاوان وانه ړوی او یا ولسی افکار مشوش نکړی.
پدی ورځو کې هرڅوک د بیان د ازادۍ څخه په استفاده د سولې په هکله او د پاکستانی زمامدارانو د سفرونو په باب ګډوډ نظریات وړاندی کوی. که سیاسی ځواکمنو ګوندونو خاصه نظریه د اعلامیې په ترڅ کې ویلای نو ولس او دولت ته د غور وړ وه دا ځکه چې ګوندونه پس له ډیر غور او څیړنی نظر خپوری خو اوس په انفرادی ډول یو مخ د حساسیته ډک داسی نظریات خپریږی چې هم د دیپلوماتیکو اصولو خلاف او هم بیله منطقی استدلال څخه سترګی پټی یو مخ سوله غندی هم د قطر خبری اتری ردوی او هم هر ډول کتنه د پاکستانی زمامدارانو سره دوکه بولی . لږ تر لږه باید هرڅوک پوه وی چې کوم هیوادونه چې سفارتونه یو له بله سره لری نو مکلف په ځینو خاصو معیارونو وی د دی معیارونو په ترڅ کې حکومت اصولا هڅه کوی تر کومه ځایه چې وکولای سی ګټه پورته کړی. د افغانستان موضوع یوازی په هیواد دننه مربوط قضیه نده بلکه ډیر لیری او نیژدی استخبارات او دیپلوماسی پکښی ښکېل دی موږ باید حقیقت ته رجوع وکړو په یو لسیزه کې د ناټو او امریکا د سل زرو پوځیانو په شتون او د اخری جګړه ایزه تکنالوژی په کارولو نه طالب ورک سو او نه جنګ خلاص سو حتی ورځ تر بلی د جګړی لمنه پراخه سوه نو ایا افغانستان پداسی حال کې چې د جګړی پیټی یوازی ورپه غاړه دۍ غیر له خبرو ، ملاقاتونو او منسجمی دیپلوماسۍ کارولو بل څه کولای سی؟
دی خوا ځنی کسان د قانون او ولس په وړاندی د خپلو کړنو څخه دومره ویره لری چې بیله تحلیل او تفسیر څخه فقط د سولی د نوم سره حساسیت ښیی او حتی د سولی خبری د ځان په وړاندی د مرګ او ژوند فیصله بولی نو ایا د هر ډول خبرو او سولی سره مخالفت کولای سی هیواد و اوسنی جګړه ایز حالت څخه وژغوری ؟ مهمه خو دا چې ځنی مطبوعاتی کسان هم د تیروپیړیو د انسانانو په ډول په نهایت اقتصادی کمزوری او ولسی لوږه کې د لویو هیوادونو په وړاندی داسی مطالب خپروی چې ګواکی افغانستان یو ځواکمن هیواد وی او د هیڅ چا پروا نلری او هیڅ ګاونډی ته اړتیا نلری او په یوازی کولای سی هم جګړو ته د پای ټکۍ کښیږدی او هم اقتصادی بساینه را منځ ته کړی. اهمه خبره داده چې دولتی چارواکی هم د سولی او خبرو اترو او پاکستانی زمامدارانو سره ملاقاتونه نسی زغملای له همدی ځایه ښکاری چې دولت هغه مرکب معجون دۍ چې د مختلفو ایډه لوژیو او مختلفو معیارونو افراد پکښی راټول سویدی حتی ځنی یې د بهرنی استخباراتو سره په تړاو تورن دی نو ځکه طبیعتا نسی کولای پر یوه لاره سره ولاړ سی او نه هم ټولو ته د هیواد او خلګو ګټی اهمیت لری. په یو دولت کې چې والی د یو ولایت د ټول شمال په استازیتوب منتخب ولسمشر ته ګوت څنډنه کوی د هغه دولت د بری امکان به شتون ولری؟ مطلب می دادۍ تر هغه چې زورواکان د ولسونو او هیواد پر سرنوشت حاکم وی هیڅکله به دا هیواد ښه ورځ و نه وینی او هیڅکله به سالم اقتصاد وده وکړی ځکه تجاوز، غصب ، فساد او نور به د پخوا په شان دوام ومومی.
راسۍ چې نور هرڅه د شک او تردید د کړکۍ څخه و نګورو، راځۍ چې د عقده مندانه دریځ څخه تیر سو او ولسی ګټو ته ارجحیت ورکړو،راځۍ چې بشری حقوقو ته درناوی وکړو او د علم او انسانیت په محدوده کې ژوند پیل کړو راسۍ چې یو ځل بیا په پاک زړه پاکستانی زمامدارانو ته د سولی لپاره هرکلی ووایو راځۍ چې د ډاکتر غنی د بهرنی سیاست چې په پنځو حلقو کې یې ترسیم کړیدۍ ملاتړ وکړو او د سولی د لاسته راوړولو لپاره د حکومت د هڅو او سیاست ملاتړ وکړو هغه چې د هند ، ایران او پاکستان په وړاندی یې طرح کړیدۍ ، هیله می داده چې هر بی خبره ځان دیپلومات و نه ګڼی او د رسنیو له لاره پر هغه مهمو سیاستونو چې د دولت لخوا طرح کېږی د بی ځایه نیوکو څخه ډډه وکړی. جلا د هغو خلګو څخه چې یا په بهرنیو استخباراتی کړیو تړلی او یا د کړی جرایمو له کبله د حکومت د سولی له هڅو سره مخالفت کوی یو تعداد نور داسی روشنفکر ډوله بی خبران د ازادی رادیو او کورنی تلویزنو له لاری هڅه کوی ځانونه د سیاسی او دیپلوماتیکو مخزنونو متصدیان وښیی داسی نظریات وړاندی کوی چې په ولس کې شک او تردید ایجادوی او یا لااقل د سولی د بهیر د انحلال لپاره کار وکړی دا کسان که په نامعلومو بهرنیو او کورنیو کړیو تړاو هم ولری باید پوه سی د د لوی هوډ په وړاندی به هیڅکله خنډ و نګرځی او په نهایت کې به ولس ددوی څیری رسوا سی.
خلاصه د پاکستانی زمامدارانو اوسنی سفر ته باید د ډاکتر غنی د نوی سیاست د پایلو په سترګه و کتل سی او هرکلی یې وسی هیڅ وخت د نن په اندازه د سولی امکانات ډیر سوی نه وه له کوچنی ترین امکان څخه باید د سولی او اقتصادی بسیاینی په هیله ګټه پورته سی ، شرایطو ته په کتو داسی بریښی چې پاکستان تر بل هر وخت اوس د تروریزم څخه زیانمن دۍ نو ځکه د افغانستان سره و تفاهم او سولی ته یې اړتیا ډیره سوی ده . دا هم د درک وړ ده چې خاماخا ځنی جرمی عناصر د ځان د ساتنی او بقا په منظور د سولی او او افغان پاک دوستی مخالفت کوی خو دا کسان د ولسی عزم په وړاندی په ګونډو کېدونکې او د تاریخ زباله دانۍ ته د سپارل کېدو په درشل کې دی. اما دا خبره هم اړینه ده چې ارګ په دولتی چوکاټ کې د جګپوړو چارواکو په تغیر او تعین څومره چې ژر امکان ولری لاس پوری کړی توڅو له یوی خوا د حکومت د بی عزتۍ مخه ونیول سی او له بله اړخه و حکومتی پرستیژ ته د تاوان اړولو مخه ډپ سی او بلی خوا د سولی او خبرو کړنلاره په دقت او خلاص لاس مخ ته یووړل سی.
Arez saeb tan ham de talo zhafe ta makha krah. ma kho la kultoore earghal sakha wrande mawared na wu awredalee. Nawe nakhabara zwanan kho pa pesho pasi mande wahee ghawag na ghore. kho che mashran ham de pradai zhaba wakarawe no mana dache hewad mo warprekhoda. Khodai de wakree che zma da dwadre takee de tandwalo la sansor na teir see.
که دا سی دوه بیزو ګانی بیا زمونږ زمونږ د هیواد واک په لاس کی واخلی ، نوبیا؟