د جلریز ولسوالۍ په ټکانې حوزې کې شاوخوا ۱۵ هکتاره ځمکه د بادامو او سیم چوبک ( غوریزو ) طبعي ځنګلونه شتون لري،چې د پاکې هوا ساتلو ترڅنګ یې سیمې ته ځانګړې ښکلا ورکړې .

د پاکې هوا او طبعي ځنګلونو د ساتنې په موخه د جلریز ولسوالۍ مسؤلینو خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي .

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري له دغه ځنګلونو څخه د لیدنې پر مهال له دیني عالمانو، د ښوونځیو ښوونکو او مخورو څخه وغوښتل،چې د ممبر،جرګو او ښوونځیو له لارې اولسونو ته د دغه ځنګلونو د ساتنې لارښوونه وکړي .

هغه همدا راز د ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ او چاپیریال ساتنې مسؤلینو ته هم دنده ورکړه،چې له دغه طبعي ځنګلونو څخه په ښه توګه څارنه وکړي او په هغو سیمو کې چې بېلابېلې ستونزې ولري،د حل په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړي .

میدان وردګ د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی،چې د جلریز ولسوالۍ په ګډون یې نورو ولسوالیو کې هم طبعي ځنګلونه شتون لري،چې د ساتنې په موخه لازمو تدابیرو ته اړتیا لري .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *