تاند- راپورونه وايي چې په کابل کې په پارک پلس مېلمستون کې د حملې په وخت په دغه مېلمستون کې نژدې ۱۰۰ تنه مېلمانه موجود ول او د یوه کاناډايي په ویاړ یې غونډه جوړه کړې وه.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې په مېلمستون کې امریکایان هم موجود دي او داسي ښکاري چې حمله کوونکو د مېلمستون اکثره مېلمانه برمته کړي وي.
دا اژانس وايي چې لا هم ګرانه ده چې په مېلمستون کې د موجودو مېلمنو شمېر به څومره وي.
په پارک پلس مېلمستون کې د دوو چاودنو ږغ اورېدل شوی او امبولانسونه هم لیدل شوي چې د مېلمستون لور ته روان ول.
د امریکا د لاس انجلس اوسېدونکي امین حبي (هبي) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د حملې په وخت د یوه کاناډايي په ویاړ په مېلمستون کې غونډه روانه وه.
د ده په وینا د امریکایانو او نورو بهرنیانو په شمول ممکن شاوخوا ۴۰ تنه په پارک مېلمستون کې بند پاتې وي.
په کابل کې د هند سفیر امر سینها وویل، د ده په باور په دغه مېلمستون کې لږترلږه ۶ هندیان بند پاتې دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په کابل کې پر دغه مېلمستون د وسله والو سختدریځو پر حملې اندېښنه ښکاره کړه او دعا یې وکړه چې د مېلمستون ټول مېلمانه روغ پاتې شي.
مودي، چې چین ته په درې ورځني سفر روان و، له ایرانډیا الوتکې څخه په ټویټر کې لیکلي:«په الوتکې کې مې د کابل د حملې خبر ترلاسه کړ. زه د وضعیت په اړه اندېښمن یم او د هر یوه د سلامتۍ دعا کوم.»
له بلې خوا د افغانستان د حکومت یوه چارواکي احمد ضیا مسعود وویل، افغان پولیسو تراوسه (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) لږترلږه ۲۰ تنه ژغورلي خو یو شمېر نور لا هم په مېلمستون کې ګیر دي.

ښاغلي مسعود وویل، حمله کوونکو فکر کاوه چې د هند سفیر هم په مېلمستون کې دی.
ضیا مسعود، چې د مېلمستون ترڅنګ له خبریالانو سره ږغېده، وویل چې دا برید تر ډېره سیاسي انګېزه لري. خو په دې اړه یې نوره توضیح ورنه کړه.
دا برید کابل ته د پاکستان د صدراعظم، د پوځ د لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس له سفره یوازې یوه ورځ وروسته وشو. نوازشریف د سې شنبې په ورځ په کابل کې په زغرده وویل چې نور په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اقدام کوي.
دا احتمال شته چې دا برید او دغه راز د چهارشنبې په ورځ د لشکر ګاه برید د آی ایس آی هغو عناصرو تنظیم کړی وي چې د سختدریځو پرضد د افغانستان او پاکستان د نژدې کېدو مخالف دي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د طالبانو په ګډون هیڅ ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه نور خبرونه:
د کابل پر یوه مېلمستون حمله روانه ده