تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پر پارک پلس مېلمستون د وسله والو طالبانو د تېرې شپې حمله وغندله.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني ویلي چې ده د هغو هیوادونو له مشرانو سره خبرې کړي چې اتباع یې د کابل د پارک پلس مېلمستون د تېرې شپې په بې رحمانه حمله کې وژل شوي دي.
د وروستي راپور له مخې په وژل شویو کې ۴ هندیان، یو امریکايي، یو ایټالیايي او یو بریتانیايي شامل دي. د نورو ملیت تراوسه پوري نه دی اعلان شوی.
ولسمشر غني طالبان وغندل، ویې ویل:«ترهګر او د افغانستان دښمنان په خپلو دې ډول فعالیتونو له نورو هیوادونو سره زموږ د هیواد اړیکې نه شي زیانمنولی.»
له بلې خوا د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې او د کابل د پارک پلس مېلمستون په حمله کې یې د وژل شویو کسانو په خاطر خواخوږي ورسره څرګنده کړه.
مودي، چې چین ته په سفر تللی، په ټویټر کې لیکلي:«موږ د تروریزم پر ضد سره یو یوو.»
ده همداراز وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې حمله کې د هندي اتباعو پر وژل کېدو خپګان څرګند کړ.
د هند سفیر امر سینها نن تایید کړه چې څلور هندیان وژل شوي چې درې یې نارینه او یوه ښځه ده.
سفیر دا هم ویلي چې په مېلمستون کې د حملې په مهال ۱۱ هندیان موجود ول خو هیڅ یو د سفارت کارکوونکی نه دی.