د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري نویو معرفي شویو کرکټ بورډ غړو د کرکټ بورډ مسؤلینو او ملي لوبغاړ سره لیدنه وکړه.
دغه ناسته چی د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمی له لوري برابره شوې وه، د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي، د ښارجوړونې وزیر سید منصور سادات نادری، د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي، د کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفق الله ستانکزي، د کرکټ بورډ مرستیالانو حاجی عزیز الله فضلی، تاج ملوک عالم، مرستیال اجراییوي ریس دوست محمد نظري د کرکټ بورډ نورو برخو مسؤلینو او ملي لوبغاړو ګډون کړی ؤ.
د مالېې وزیر اکلیل حکیمي په پیل کې ټولو ته ښه راغلاست ووایاست، د کرکټ لاسته راوړنې یی د هیوادوالو لپاره تل پاتي ارزښتونه وګڼلې. نوموړي له دغې ادارې سره غړيتوب یی خپل ملي رسالت وباله او په راتلونکې کې یی د افغانستان کرکټ بورډ سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي د کرکټ بورډ له ټولو غړو د زړه له کومې مننه وکړه او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هر لوبغاړي او د ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو او سفرونو په هکله یی بشپړ معلومات وړکړل. ستانکزي د بورډ له غړو څخه مننه وکړه چې له ټاکل کیدو سره سم یې د کرکټ بورډ ادارې ته زیاته پاملرنه کړې او له هر غړي څخه یې د همیشنیو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي د ولسمشر له لوري د کرکټ د بورډ غړي په توګه ورکړل شوې دنده خپل ملي مسئولیت وباله او په خپلو چارو کې یې ورته د لومړيتوب ورکولو اشاره وکړه او د هراز همکاریو ژمنه یی وښوده.
د ښار جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري هم ډیره خوښي وښوده چی د داسې یوې ادارې سره همکار غړی دی چی د ټول ولس د خوښیو سترګې ورته اوړي او تل یی هیواد ته لاسته راوړنې راوړې دي. نوموړي هم په خپلو خبرو کې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.
د بهرنیو چارو سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي هم د ولسمشر ددغه ګام قدرداني وکړه او یاده یی کړه چی تل مې د کرکټ بورډ او د ملي لوبغاړو له لاسته راوړنو ځان خبر کړی او د ولسمشر له لوري نوې ورسپارل شوې دنده به د نورو چارو ترڅنګ په ډیر شوق او افتخار سره ترسره کوي.