سرليکنه\ اداره
رځې (ثور- ۲۰) په مناسبت:
چې کښېني نورو وطنونو له زلمي لویوي
میندې لېونۍ دي، نادانې دي
رحمت شاه سایل
افغانستان د عجائبو حوادثو هیواد دی، یوه دردوونکې پېښه به وزېږي، ته به وایې چې تردې نو بده نه شي پېښېدای مګر ډېر ژر به داسې ناوړه رامنځته شي چې د زړې درد و لړزه به دې هېره وي؛ دغه د عجائبو فاجعو توپانونه نو دا دی نژدې څلور لسېزې کیږي چې پرته له یوې لنډ مهالې وقفې څخه سر پر سر راروان او چالان دي.
جنګونه بحرانونه تولیدوي او د ژوند ټول کم وکیف ځپي؛ د جګړې اور مادیت و معنوبت دواړه لمبه کوي او دا هغه واقعیت دی چې تر یوې تیورۍ وړاندې زموږ د څلوېښت کلن ژوندانه عملي تجربه ده؛ نور نو زموږ د وجود د ذرې– ذرې لپاره د پوره درک وړ ده چې د ژوند هر سیاسي، اجتماعي، رواني، فرهنګي او اقتصادي اړخ مو د یوه مجسم بحران څرګندوی دی، که پر دا هره خوا یې بحث ته سره تمېږو نو ژورتیا یې دومره ده چې داسي به پکښې غرقېږو چې بیا به ځنې را وته ډېر مشکل وي؛ دلته د مور ورځې په مناسبت د افغاني مور د ناپایه او نا علاجه دردو یوه لنډ بیان ته سره کښېنو، په دې هیله چې که خدای وکړي یو د بل انساني عواطف سره را وپارولای شو، یو څه ځان و جهان ته سره متوجه شو، یو څه د افغانستان، افغان انسان، افغانې ښځې او په تېره بیا افغانې مور د سوخت، خوږ، غم او بې شمېره ژورو رواني زخمو و دردو د درک توان و موندلای شو.
ارواپوهان وایي، هر څه چې تکرار شي، په عادت بدلیږي، موږ څلوېښتو ته نژدې کلونه کیږي چې جنګونه و جنایتونه، قتلونه و زخمونه، مادي و معنوي تحریبونه او اخلاقي شکستونه تکراروو او داسي ښکاري چي دا هر څه مو لکه چې نور په یوه نه بدلېدونکي خشن او متشدد عادت بدل شوي وي؛ شک نشته چې د دې متداومو غمیزو له لاسه به مو هر انسان په یو ډول د ډولو ځوریږي خو باید یقین ولرو چې د وطن مور، افغانه مور، زموږ و ستاسو هر یوه مور، په نامي یوه مور به تر هر چا ډېره زوکلېدلې او لا به هم دردېږي؛ د مور خاص درد زموږ لپاره ځکه په ټول کیفیت سره د درک وړ نه دی چې یو خو یې طبیعي او حتمي بولو، وایو چې دا خو نو همداسي وي، بله داچې تر اوسه په موږ کې داسې ادبیات نه دي ایجاد شوي چې هغومره زور ولرلای شي چې زموږ د روان عمق ته نفوذ وکړي او په موږ کې پراته بیده احساسات و عواطف قیام ته اماده کړي او د فوران سبب یې شي.
د مور عواطف و درد تر هغه نشي درکېدای چې څوک خپله د مور په کمي و کیفي موقف کې قرار ونشي لرلای، یوه ښځه ممکن مور او د مور احساسات مستقیماً تجربه کړي خو د نارینه لپاره دا ممکنه نه ده او دا چې زموږ ټولنه په تمامه معنا یوه مرد سالاره، مردانه او مرد ځپلې جامعه ده نو ډيره به مشکله وي چې د مور مقام او د مور د دردو ازدحام دې یا ولیدای شو یا دې یې هم و پېژندای شو.
څلور لسیزې کیږی چې افغانستان د یوه نا انساني، بې معنا او بې مورده جنګ په جهنم بدل دی او د جنګ دا جهنم زموږ د مور او د وطن د مور د زړه په ټوټو ایشي.
زموږ یوه غټه کلتوري فاجعه دا ده چې د وطن په کوم کونج کې مو ښځه زیږي، دا ښځه بیا د ودېدو تر مهاله د کور تر خس و خاشاک هم ټیټ مقام لري، بیا د والدینو محترمینو له خوا لکه غوا یا لکه کوم بل څاروی خرڅیږي، د مږورتوب په مرحله کې باید د خسرګنۍ په کور کې د یوه بې بها، بي مزده او بې احسانه کرکټر رول ولوبوي، چي کله یې د مېړه پر مېنه د اولاد زیری کیږي، که یې لور وزېږوله نو د ژوند تر پایه به یې د پېغور په اور کې داسې الوۍ کیږي چې نه به مري او نه به رغیږي، په ډیرو وختو کې خو یې دا ګناه د زغم نه وي او تر غوماشې هم په سپک وضعیت خوړینېږي خو که یې زوی راووړ هغه بیا د نامساعدو کورنیو، محیطي، ټولنېزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو له امله په ډیره ناوړه نا انساني زمینه کې را لویېږي هلته چې نه یې د تعلیم درک وي او نه هم د تربیې.
تاسو څه فکر کوئ چې هره ورځ به د څومره مېندو په لمنو کې د هغوی اولادونه د مختلفو عواملو په وجه ساه ورکوي؟ څومره مېندو ته به د ماین، بم، ځانمرګي، بمبار، یا بلې جنګي پېښې په نتیجه کې د هغوی د اولادو د وجود ټوټې راوړل کیږي؟ د څومره مېندو له څنګه به د هغوی د روح ټوټې د بې هدفه جنګ – جګړو پر خوا روانيږي چې نه به د مور په زاریو او د خدای په روی راګرځې او نه د رسول؟ او څومره مېندې به د خپلې مورولۍ سزاوې ګالي؟
دې پوښتنو ته هیڅوک جواب نه شي ویلای ځکه هغوی چي جواب ویلای شي هغوی یوازې مېندې دي او د مېندو پر خولو د سکوت مهرونه لګېدلي دي او تر دوی ها خوا له چا سره د دې دردو د پوهېدو توان نشته.
ودان افغانستان ګوند د یوه انسانی، بشردوستانه او روښان طرز تفکر په برکت د مور درد، د ښځې درد او د انسان درد درک کړی، څېړلی او پېژندلی دی او د خپلې کړنلارې د ټولنیز سیسټم د ښځو د حقونو په برخه کې یې دغه ټوله فاجعه په ژوره علمي طریقه سره تشخیص کړې او د حل واضحې علمي– عملي لارې– چارې یې د افغان انسان او جهان مخ ته پرانیستې دي.
موږ د افغانستان د هراړخیز بدلون او د مور د بشرضد وضعیت د حتمي بدلون لپاره حتمي او نه ما تېدونکی تعهد کړی دی، پر ټولو بشردوستانو، د ښځو د حقونو پر فعالانو او د مور د مقام پر معتقدانو او ارادتمنانو مو انسانی ږغ دی چې:
راځئ د مور لمانځنې جشن په خپله روښانه مبارزه سره دوامدار کړو!
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۴) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۲۳\ ۱۳۹۴