تاند- وسله والو یاغیانو تېره شپه د پکتیا د څارنوالۍ رييس په کابل کې د خپل کور مخته وواژه.
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو یوه استازي مجیب الله رحمن وویل، د پکتیا ولایت د څارنوالۍ رييس نجیب الله سلطانزوی تېره شپه هغه مهال ووژل شو چې یوه وسله وال دروازه وروټکوله او کله چې ده دروازه پرانسته، ډزې یې پرې وکړې.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
طالبانو په وروستیو کې د بېلابېلو جنوبي ولایتونو څو چارواکي په ورته ډول په کابل کې وژلي دي.
دا ډله په وروستیو کې په ځانګړي ډول د عدلي او قضايي اورګانونو چارواکي په نښه کوي.
په وروستیو دوو اوونیو کې یې د لویې څارنوالۍ پر مامورینو دوې انتحاري حملې وکړې.
له بلې خوا د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې تېره شپه په دغه ولایت کې پر یوه موټر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ۵ سختدریځي ووژل شول او یو ټپي شو.