محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي –

دوستانو د بیوزلو ټولنو سره مرسته کول او د هغوي پرمختیا خورا ستونزمن خو سپیڅلی کار هم دی. ستونزمن په دې دی چې داسې ټولنیزې ستونزې او خنډونه یې په مخ کې شته چې دعوت ګران، د پرمختیا کارکوونکي، ټولنیز فعالان او روڼ اندي نا هیلې کوی، پاملرنه یې بلې خواته اړوي، په بیځایه سیالیو کې یې راګیروي او له اصلي موخو او لارې یې راګرځوي. کله کله خو هغوي و نه توانیږي چې د ټول اخلاص سره سره له خپلو خلکو سره په ژبه پوه شي او نه دخپلو خلکو مرسته چې اړین کار دي تر لاسه کولای شي او سره خواره واره شي.

د خدای په فضل په هیوادکې د بیان ازادي، د رسنیو شتون، د لوستو او ټولنیزو فعالو کدرونو شتون، ددې کدرونولیوالتیا د خلکو له ستونزو او ورته د د حل لارو موندلو سره ټول ښه پرمختګونه دي. که دا سم رهبري شي نو د ځوان نسل په روزلو کې به ښه ونډه ولري او ټولنیزه ویښتیا، پرمختګ او ټولنیز عدالت به رامنځته کړي. دا کار به هرومرو کیږي خو که سم رهبري شي، ځوانان او مشران ټول خپلو درنو مسئولیتونو ته ښه ځیر شی او دا پروسه سمه رهبري شي نو پورته ارمان ته به ټولنه زر رسیږی. خو که ورته له پوره مسؤلیته ډکه پاملرنه ونشي، په بیځایه ناندریو کې ټولنه او ځوانان راګیر شي نو کیدای شی دا پروسه خورا ورو، له ستونزو سره مل او کله کله به شا تګ، بیځایه شخړو او نورو سره مل وي او د پرمختګ مخه ډب کولی شي.

هغه څوک چې له ټولنیزو کارونو سره سرو کار لري پوهیږي چې ټولنیز پرمختیایی کارونه، د بیوزلو سره مرسته، د خلکو توانمند کول، د خلکو بسیج کول د خپلو ستونزو د حل لپاره یوه اوږده پروسه ده او یوه واقعه نه ده چې په یوه وار او کم وخت کې ترلاسه شي. ځینې خلک ښه نیت لری خو په هغه پورته یاده شوې پروسه باندې چې دهغې په بهیر کې موږ موثر کارونه وکولای شو او پایلې ترلاسه کړو ښه نه پوهیږي. د اړوندو خلکو په ګډون کومې عالي ګډې موخې ځانته نه ټاکي، کوم پلان نه ورته جوړوي او پوره ژمنتیا نلري نوځکه کله کله هغوي له ډېر اخلاص او ریښتینولۍ سره سره ناهیلې شي ځکه په دې اغزنه لاره کې د د حسودو او د ټیټو موخو د لرونکو تر تهمتونو لاندې راځي. همدارنګه، د دې تهمتونو له کبله او داچې دا یوه ستونزمنه او پیچلې پروسه ده لاسته راوړنې او پایلې زر لاسته رانه راځي نو هغوي د کار له دوامه لاس په سر شي. بله لومه بیا داده چې کله کله ځینې ښه خلک یو څه ترلاسه کړی نو مغروره او د مشرۍ په فکر کې شي او بیلارې شي. له زغم، صبر او له نورو سره د ګډ کار په ځای په خپل منځي ناندریو اخته شي.

د نړۍ د پرمختیايي چارو یو ماهر او عالم شخصیت وایي: کله چې تاسو د ټولنو د بیوزلۍ د ورکولو لپاره کار کوي لمړی خلک غوږ نه درته نیسي، بیا چې کار مو درک شي او یو څه لاسته راوړنې ولری نو ځینې خلک تاسو په تیږو ولي او ستونزې درته پیدا کوي خو کله چې بیا تاسو نور ملموسې پایلې تریو څه نورو هڅو وروسته ترلاسه کړی نو خلک درته احترام او درناوی شروع کړي. دا بیا د پرمختیا ترټولو خطرناکه او له ستونزو ډکه مرحله ده. ځکه، دلته تاسو د حسودو خلکو پام ځان ته را اړوي، کیدای شي تاسو هم په خپلو کمو لاسته راوړنو او دخلکو د درناوۍ په اثر غافله شی او له کاره لاس واخلئ. نو ځکه دا د خلکو د درناوۍ مرحله ترټولو ستونزمنه او خطرناکه مرحله ده. نو موږ ته اړینه ده چې د خپلو موخو او ارمانونو په هکله پوره مصمم او روښاه دریځ ولرو او کار په لمړۍ او یا منځنۍ مرحله کې پرینږدو ترڅو مو اصلي موخې چې د خلکو توانمند کول، د بیوزلۍ ورکول او ویښتیا ده نه وي ترلاسه کړي.

هر مسلمان باید باور ولري چې عزت او ذلت له الله تعالی سره دی، نو ولې د کوم مثبت فکر په ځای زموږ وخت په بیځایه ټکرونو او ناندریو کې تیر شی. ولې له یو بل سره په ګډه کار ونکړو، که پوهه او عقل لرو نو په غونډو، مجلسونو او شوراګانو کې رغنده پلانونه وړاندې کړو، ډېری خلک د ځان سره مل کړو او اصلاحات راولو او په هنر او پیژندل شوو اسلامی روشونو سره د ټګیو مخه ونیسو.

په ناخوالو او کمیو نیوکې ښه کار دی خو خپل میتود او ځانته لاره لری چې زموږ په دین او کلتور کې یې لارې معلومې دي. که تاسو په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو خلکو ښکنځلو، تهمتونو، عقده ای برخورد او ناروا ویلو ته وګوری نو یقین تر لاسه کولای شی چې داخلک رواني ناروغي لری او د ټیټو شخصیتونو او فامیلي تربیې لرونکي خلک دی. د دې میړانه نلري، پوهه او تدبیر نلری چې لکه د خپل دین او کلتور په چوکاټ کې خپل نظریات ښکاره کړي. خو سړی باید په دې هم پوه شي چې په ټولنه کې تل داسې خلک وی او نه ښایی چې ورته مستقیم ځواب ورکړل شي او سړی باید قضاوت خلکو او الله تعالی ته پریږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *