تاند- د ننګرهار پوهنتون ريیس د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کلتوري چارو سلاکار او مشهور محقق زلمي هیوادمل او د لوړو زده کړو سلاکار محمد قسیم جمندر ته د دغه پوهنتون له لوري میډالونه ورکړل.
د ننګرهار پوهنتون رييس محمد طاهر عنایت په علمي او اکاډیمیکه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د بریاوو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دواړو مېلمنو ښاغلیو هیوادمل او جمدر د ننګرهار پوهنتون پرمختګونه وستایل او له ښاغلي عنایته یې مننه وکړه چې په لنډ وخت کې یې د پوهنتون فزیکي جوړښت بهتره کړی دی.
ښاغلي عنایت د ننګرهار پوهنتون میډال سرمحقق هیوادمل ته د ادبیاتو د پوهنځي د ودانۍ په جوړولو او په دغه پوهنځي کې د هندي ژبې د دیپارتمنټ په تاسیسولو کې د هلوځلو په خاطر د پوهنتون میډال ورکړ.
ده محمد قسیم جمدر هم د میډال مسحق وباله.