ليکوال: ډاکتر ګيان چند
ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان
دلته د موضوع په ټاکنه کې په درې اړخونو باندې غور کېږي.
الف : موضوع څنګه وي.
ب: موضوع څنګه نه وي.
ج: موضوع څنګه پیدا کړو.
الف : څرنګه موضوع مناسبه ده؟
لومړی شرط دادی چې څېړونکی باید له موضوع سره دلچسپي وي.او د هغه د طبعې سره سمه وي. په غیر سندي څېړنه کې خو څېړونکی ازادوي چې د خپلې خوښې موضوع وټاکي مګر په سندي څېړنه کې د یوې بیلې ځانګړتیا خاوند نګران سره د کار کولو مجبوري وی، د پوهنځي له مشر او له حالاتو سره مصلحت پکار وي.
۲ـ دویم شرط دادی چې یوه موضوع داسې وي چې څېړنه پرې وشي، کتاب خو په هره موضوع لیکل کېدای شي مګر هغه لازمي څېړنېزه موضوع نه وي. د بیلګې په توګه که څوک داسې موضوع خوښه کړي چې د حمید مومند په اشعارو کې نازک خیالي او یا . . .
په دې موضوع خو کتاب لیکل کېدای شي مګر څېړنه پرې نه شي کېدای.
۳ـ دا هم اړینه ده چې د څېړنې موضوع داسې وي چې په هغه علم کې څه ناڅه ور زیات شي که تر اوسه پورې موجود مواد په ترتیب سره ولیکي او نوي مالومات وړاندې نه کړي نو دا څه څېړنه شوه! لکه یو څوک چې د شاعرانو قصیدي راټولې کړي او هېڅ پرې اضافه نه کړي.
۴ـ د موضوع د ټاکلو پر وخت باید له ځانه دا پوښتنه وکړو چې د پښتو ادب په کومو موضوعاتو څېړنه پکار ده؟ تر غور او فکر وروسته باید د لومړۍ درجې موضوع ته لومړیتوب ورکړو.
۵ـ یو بل اړخ دادی چې موضوع داسې وي چې تر خپرېدو وروسته ورسره د لوستونکي دلچسپي وي یا که د ډېرو نه وي نو د ځینو خاصو لوستونکو ته باید په زړه پورې وي.
۶ـ داسې موضوع باید واخیستل شي چې د یو محصل له صلاحیت سره برابره وي مثلاً د ماسټرۍ محصل دې د دکتورا وړ موضوع نه اخلي.
۷ـ د سندي څېړنې لپاره باید داسې موضوع واخیستل شي چې د هغې په اړه ډېر مواد موجود وي، داسې نه شي چې د څېړنې وخت پوره شي او مواد نه وي پوره شوي او ټول وخت د موادو په لټولو تېر شي، یا د دکتورا لپاره داسې موضوع انتخاب شي چې مواد یې کم وي نو محصل به کار په نیمه کې پریږدي او ورک به شي.
۸ـ ګډ پوهنیز یا بین العلومي موضوعات چې له ادب نه پرته د بل علم یا فن مالومات هم په کې پکار وي. په دې به وروسته هم په تفصیل سره بحث وشي خو په داسې موضوع باندې د کار کولو لپاره څېړونکي ته پکار دي چې له هغه بل علم یا فن څخه هم خبروي ځینې مضامین یې دادي:
- په ژبه او ادب کې موسیقي.
- په شعر کې یوناني طب
ب : څنګه موضوع ټاکنه سمه نه ده.
د موضوع د ټاکنې تصویر هغه مهال تکمیلېږي چې هغه بل اړخ چې موضوع باید څنګه نه وي وکتل شي.
۱ـ موضوع باید یوازې کره کتنه نه وي، له بده شامته په پوهنتونونو کې د څېړنې تعریف داسې کېږي چې « د پخوانیو حقایقو نوی تشریح ته څېړنه وايي» د همدې خبرې له مخې کله کله داسې موضوعات ورکول کېږي چې څېړنه په کې نه وي بلکې یوازې کره کتنه وي لکه په کیسه باندې د وجودیت اغیز او . . .
۲ـ ضروري خبره داده چې په دې موضوع باندې مخکې کار نه وي شوي یا روان نه وي ددې خبرې په بېلا بېلو اړخونو به وروسته وغږېږو.
۳ـ د راتهـ په اند په هغه موضوع باندې باید مقاله ونه لیکل شی چې تردې مخکې پرې مقاله لیکل شوې وي، یانې که پر یوه موضوع د ماسټرۍ مقاله ولیکئ نو د دکتورا لپاره بیا هماغه موضوع مه اخلئ.
۴ـ موضوع ډېره پراخه نه وي. یایسن لیکي چې د ډېرې لویې موضوع اخیستل لویه تېروتنه ده یانې موضوع باید ډېره عمومي نه وي او یا د یوه لیکوال ټول ژوند او اثار راونه نغاړي.
۵ـ موضوع باید ډېره وړه هم نه وي چې هېڅ مواد یې ونه موندل شي.
۶ـ اې جي ناتهـ وايي چې که د یوې مقالې ټول مواد په یوه کتاب کې پیدا شي نو د داسې موضوع ټاکل هم ناسم دي.
۷ـ داسې شخصیتونه یا موضوعات چې په ډاډه زړه پرې لیکل نه شي کېدای باید له سره وانه خیستل شي. قاضي عبدالودود لیکلي « ځینې موضوعات داسې دي چې په ازادۍ سره پرې لیکل ضرر رسونکي وي» لکه پر ژوندیو خلکو څېړنه کول مناسب نه دي.
۸ـ په کوم ژوندي کس د کوم مصلحت له مخې څېړنه کول هېڅکله پکار نه ده.
۹ـ له ډېرې نوې او معاصرې موضوع نه هم باید ډډه وشي ځکه چې د هغې مواد په مقالو کې پیدا کېږي په کتابو کې نه، لکه په هایکو باندې څېړنه کول، زیاته تخنیکي موضوع باندې هم څېړنه نه ده پکار.
۱۰ـ داسې موضوع اخیستل هم نه دي پکار چې وروسته ورسره د لیکوال دلچسپي کمه شي.
۱۱ـ د داسې موضوع ټاکل هم ښه نه دي چې د چا د زړه بداوي سبب شي یانې د یوه قوم یا مذهب سپکاوی په کې وشي.
۱۲ـ د ډېرې زیاتې احساساتي موضوع خوښول هم نه دي پکار.
۱۳ـ که یو څوک داسې موضوع وټاکي چې په بله ژبه کې هم مالوت پکار وي نو تر څو پورې چې په سمه توګه په هغه ژبه پوه نه وي نو د موضوع اخیستل نه دي پکار.
۱۴ـ د یوې موضوع تر موادو پورې د رسیدو لپاره که مادي وسایل نه وي نو اخیستل یې نه دي پکار.
۱۵ـ لږ تر لږه د سندي مقالو لپاره داسې موضوع اخیستل نه دي پکار چې په ترتیب سره یې فحاشي او جنسي خبرې خپرې شي.
۱۶ـ د سندي یا غیر سندي څېړنې لپاره داسې موضوع اخیستل نه دي پکار چې تر مکمل کېدو وروسته یې خپره کړي نو موندنې په کې مهمې نه وي.
۱۷ـ داسې خبره هم شته چې داسې موضوعات ښه نه دي چې په هغې باندې کار د تذکري د لیکلو په څیر وي لکه د کوم تن، ډلې او د ځینو خلکو د خدمتونو جاج اخیستل وي لکه په یوه ژبه کې د یوې خاصې فرقې د خد متونو یادول.
نور په بله برخه کې