ملا فضل الله

تاند- پاکستان له افغانستانه غوښتي چې یا ملا فضل الله ووژني او یا پاکستان پرېږدي چې په خپله دا کار وکړي.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله د افغانستان په ختیځ کې پټ دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پاکستاني چارواکو دا غوښتنه له افغان چارواکو سره په وروستۍ کتنه کې کړې ده.

د پاکستان (دي نیوز ټرایب) ورځپاڼې نن ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارو د افغانستان حکومت ته داسي استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي ملا فضل الله د بلوچستان د بېلتون غوښتونکي غورځنګ مالي ملاتړ کوي او همداراز د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروریستي بریدونه کوي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان حکومت ته دا هم ویلي چې د هند (را) استخباراتي اداره د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د ملا فضل الله ملاتړ کوي.

پرون د افغانستان حکومت په دې باب د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ادعا رد کړه، ویې ویل چې افغانستان هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دغه هیواد چارواکو افغان چارواکو ته ګڼ داسي اسناد سپارلي چې د بلوچو بېلتون غوښتونکو د روزنې لپاره د را د کمپونو ښودنه کوي. په راپور کې ویل شوي چې د هند د استخباراتي ادارې له لوري په نیمروز، کابل او کندهار کې داسي کمپونه جوړ شوي دي.

2 thoughts on “پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله ووژني”
  1. ولی د افغانستان حکومتی چارواکی د پاکستان د حکومت څخه د سل ګونو ملایانو او طالبانو د تسلیمی غوشتنه نه کوی چی په کویته کی میشت دی او د لمر غوندی روښانه همدغه ای اس ای ورته لوکسی خویلی او موترونه ورکړی

  2. دلوی خدای په نامه زه به درته هم یوڅوراپورونه در کړم که باورموورباندی راځی چی په خپلو سترګومی لیدلی دی (1) راپور دطالبانولوی ترینیک سنتر په کشمیر کوټلی سینساکی دی (2)اسلاماباد ته نارسیده چپ لاسته په هغه لاره کی چی کشمیر ته تللی دالار قاچاقی ده عمومی
    لارنه ده (3)په نوښارکی دارمی ترسنګ دی اوبل یی په کوټه کی چی دای ده ریاست لوی مرکزدی په دی ټولو سترګی ولی په ټه یی اووای چی مونږ ستاسو په خاوره کی عملیات کوو دافغان استخبارات دی ددی ځایونو ته لاړشی که په دی ځایونو کی ددی سنټرونه نه وو نو زه درته جرمانه درکوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *