خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۲-۲۶
کندهار، افغانستان- نن سهار پنځه بجې په ارغستان ولسوالي کي امنیتي ځواکونو د يوه ځانمرګي بريدکوونکي په ګډون ۵ وسله وال ترهګر ووژل.
سهار وختي د ارغستان ولسوالۍ په شيګو ګودر سيمه کي د امنيتي ځواکونو له خوا د يوه ځانمرګي بریدکوونکي په ګډون چي غوښتل يې د امنيتي ځواکونو پر پوسته د ټونس ډوله موټر په واسطه برید وکړي، ۵ وسله وال ترهګر وژل سوي او ۲ نور ټپيان سوي دي. په پېښه کي بل کوم چا ته زيان نه دی اوښتی.
بل خوا تېره ورځ د ښورابک ولسوالۍ په مومن نيکه سيمه کي وسله والو ترهګرو د سړک غاړي ماين ځای پر ځای کړی وو چي خپله د وسله والو موټر ورباندي تېر سوی او ۴ وسله وال پکي وژل سوي دي. په دې پېښه کي د وسله والو موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
داراز د خاکرېز ولسوالۍ په خوشداد سيمه کي د ملي پوليسو له خوا ۲ د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ سوي دي. داراز تېره شپه د دې ولسوالۍ په اروغ سيمه کي وسله والو ترهګرو پر امنيتي پوسته بريد کړی وو چي له د پوليسو له مقاومت سره مخ او شاتګ ته اړ سوي دي. ۱۰ هغه ماينونه چي وسله والو ترهګرو ځای پر ځای کړي ول، د ملي پوليسو له خوا شنډ سول.
تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ په چهارغولبه سيمه کي يوه له چاودېدونکو توکو ډکه ۶۰ کيلويي ډبه کشف او شنډه سوي دي.
ملي پوليسو د شاوليکوټ ولسوالۍ په کوندلانو سيمه کي يو د وسايطو ضد ماين کشف او شنډ کړی دی.