تاند- د کابل پوهنتون په انګړ کې پرون ناوخته چاودنه وشوه .
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت سرچینې وايي چې په دې چاودنه کې، چې ماښام اووه بجې وشوه، د پوهنتون دوه استادان ټپیان شوي دي.
تراوسه پوري د چاودنې څرنګوالی او د هغې هدف دقیقاً څرګند نه دی خو دا به له ډېرو کلونو وروسته لومړی وار وي چې په کابل پوهنتون کې چاودنه کېږي. خو د لوړو زده کړو د وزارت امنیتي مسوول وايي چې دا چاودنه د هغه ماین وه چې د ساینس او شرعیاتو د پوهنځیو مخته پر سړک ځای پر ځای شوی و.
تراوسه د دې چاودذنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو پولیس پوهنتون ته استول شوي دي.
ویل شوي چې د دې پېښې د دواړو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
پرون سهار وسله والو طالبانو په پکتیا کې ۳۵ ملکیان له موټرو کښته او برمته کړل خو وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۳۰ تنه خوشي شول خو لا هم پنځه تنه د وسله والو سختدریځو په منګولو کې دي.
41 persons liked this news, are they really human being that like the killing and injuring of a teacher??
The answer is ( i dont think so)