تاند- هندي ډاکترانو یوه افغان ته، چې دواړه لاسونه یې د ماین د شنډولو په ترڅ کې غوڅ شوي ول، نور لاسونه پیوند کړل.
دا د امریتا د طبي علومو په انستیتیوت کې دوهم دا ډول پیوند دی چې د اپریل په لسمه نېټه وشو.
د دېرش کلن عبدالرحیم، چې د افغانستان له سرحدي امنیتي ځواک سره یې کار کاوه، لاسونه درې کاله پخوا هغه مهال قطع شول چې غوښتل یې یو ماین خنثي کړي.
د عبدالرحیم معالجو ډاکترانو د ده له قوله وویل چې ۲ زره ماینونه یې شنډ کړي دي.
عبدالرحیم په ۲۰۱۴ میلادي کال ډیلي ته لاړ او هلته یې د پیوند لپاره د لاس د موندلو ټولې هڅې ناکامې شوې، تر دې چې د ډیلي پلاستیک جراحانو د امریتا د طبي علومو انستیتیوت ته ولېږه. ده هلته څلور میاشتې انتظار وکړ چې څوک لاسونه ورته عطیه کړي. بالاخره د ایلور د سیمې د اوسېدونکي ۵۴ کلن جوزیف کورنۍ د نوموړي (جوزیف) لاسونه وروبخښل. جوزیف په ترافیکي پېښه کې مغزي سکته کړې وه.
عبدالرحیم وروسته له دې چې د جوزیف لاسونه ورته پیوند شول د نوموړي د کورنۍ له غړیو (عکس) سره په پیوندي لاسونو روغبړ وکړ.
د عبدالرحیم سرښندني او دجوزیف د کورنۍ دمرستي قیصې ته ژړا راغله او الفاظ ټوله راڅه هېر سوه.
دې به وایي فدا کاري .
دې ته وایي فدا کاري .
انسانی همدردی هم دی ته وایی ځینی خلک مو لاسونه راغوڅوی او ځینی انسانان یی راته پیوند کوی
Hye Hye Talib mazdoora Allah pak mo wa sharma wa chay da afghanano weeno pa tweyawalo mo jwand rawan karai dai , noro mazhabo wala khapal lasoona warta qurbani kawe au ta khanzeer ye qatla we Allah pak mo tabah au barbad kra
دواړه سره برابر دی، عبدالرحیم ماینونه شنډوي، چې نور ونه وژني، په دې هڅه کې یې لاسونه پرې کېږي، د جوزف کورنۍ د خپل خواخوږي لاسونه ورعطیه کوي، چې د کار قدرونه یې وکړي. دواړو ته دې سلام وي
Salamona.
This is defrent between pakistan and India.Pakistan cuting us hands.and India give us hands.which one is frinds and which one is enemy?
والله عچیبه ده چې په نوم مسلمان پاکستان راته بمونه ږدي، خودکش کوي، وینه مو تویوی، وژني مو، لاسونه را قطعه کوي او برعکس هندي ځمونږ افغان ځوان ته لاسونه هدیه کوي او ډاکټران یې لاسونه راجوړوي… هغه افغانان چې د دین په نامه د مردار منافق پاکستان په کوټه یې اچوي له دې واقعې څخه د عبرت واخلي
د هندوانو له دی سخاوت څخه مننه. که داسړی جنتی وی نو دا تور لاسونه به هم ورسره جنت یوسی
هندی ډاکتران وګوره چی د افغانانو څومره خدمت کوی خو زمونژ ډاکتران وګوره چی خپله دنده سرته نه رسوی راشی د وردګو ولایت چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلنیک ډاکتر وګوره چی هفته کی څلور ورځی کور کی تیروی او دری ورځی هغه نیمه ورځ کلینک کی وی دی ته وایی خدمت زه حیران دغسی دندی ته یم چی هیڅ احساس د مسولیت نه کوی الله د ورته هدایت وکړی
سلام د انسانیت دغه مقام ته
او لعنت دی وي دپاکستان په شیطانانو