د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۴/ثور/۲۶

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، جیلاني پوپل د ختیځو ولایتونو د یو شمېر مخورو او ځوانانو سره، د شنبه پر ورځ په لېدنه کې و ویل، چې اداره یې هڅه کوي، چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې، وړ او لوستو ځوانانونو ته د کار فرصتونه برابر کړي.  د نوموړي په وینا،  په تېرو څو کلونو کې د افغانستان بشري ظرفیتونه د دې جوګه شوي دي، چې د افغانستان ټولې خدماتي او سکتوري چارې په ښه توګه ترسره کړي: (( موږ د سیمه ییزو ادارو د پالیسۍ پر اساس دنده لرو، چې ځوانانو، مېرمنو او د ټولنې ټولو مستحقو قشرونو ته، د مناسب کار زمینه برابره کړو. موږ په محلي اداره کې د وړ او لوستو ځوانانو استخدام ته اساسي توجه کوو. ))

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس، ژمنه وکړه، چې د محلي ادارو د اصلاح او سمون په موخه به، د ټولنې د متنفذو او مخورو شخصیتونو سره په دوامداره توګه مشورې او لېدنې کوي.

د ختیځو ولایتونو د مخورو او ځوانانو په استازیتوب څو تنو، په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د ریاست پر دندې د ښاغلي پوپل ګومارل کېدل، په محلي اداره کې د پراخو او مثبتو بدلونونو لپاره ښه ګام وباله. دوی له ښاغلي پوپل غوښتنه وکړه، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو د نژدې کولو په موخه، په سیمه ییزو ادارو کې، اړین اصلاحات رامنځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *