تاند: (ابوبکر جبارخېل) – د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي که حکومت ورته مالي امکانات برابر کړي نو په پنځو میاشتو کې ټاکنې ترسره کولی شي.
د دوشنبې په ورځ د نهو وکیلانو له مخالفت سره سره ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې یوسف نورستاني ته دې وخت ورکړل شي څو د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وکیلانو ته توضیحات ورکړي.
د کمېسیون مشر وویل که چېرې حکومت په نږدې ورځو کې ورته مالي امکانات یعنې پیسې ورکړي نو ممکنه ده چې پنځه میاشتې وروسته ټاکنې ترسره کړي.
هغه وویل: ((که چیرې اوس هم حکومت مالي امکانات برابر کړي نو کولای شو، چې پنځه یا شپږ میاشتې وروسته ټاکنې ترسره کړو، له تخنیکي پلوه موږ بشپړ چمتووالی لرو له ژمي وړاندې ټاکنې ترسره کېدای شي، زمونږ مسولیت تخنیکي او لوجیستیکي دی او نور مسایل په نورو ادارو پورې اړه لري.))
هغه خبرداری ورکر، که چیرې دا ټاکنې نه کېږي نو دا د ده ګناه نه ده بلکې حکومت مسول دی چې پر وخت ورته امکانات نه برابروي.
نورستاني د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې د رایو ورکوونکو د نوملړ په نشتوالي که هیڅ راز رڼې ټاکنې نه شي کېدای خو په ډاګه یې کړه چې د تېرو ټاکنو سل سلنه تفتیش بې ځایه و.
د کمېسیون مشر د بهرنیو مرستو د بندېدو په اړه وویل چې له دې سره به ۸۵۰ مسلکي مامورین له لاسه ورکړي چې په سلګونه زرلو ډالرو روزل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون ۸۳ ماده وايي، د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي او همدا راز د ولســـي جرگـــې د دورې ترختمېـــدو د مخــه لــه دېرشــو څخــه ترشــپيتو ورځــو په موده كې د ولسـي جرگـې د غړیـو انتخابات كېږي.
خو د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر، چې د جرګې د غونډې مشري یې کوله، وویل، تر هغې چې د جرګې ټاکنې نه وي شوي وکیلان کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي او په خبره یې په دې کې کومه قانوني ستونزه نشته.