یو شمیر هغه لیکوال چې د داستاني ادبیاتو په برخه کې فعالیت او لیکنې کوي ځینې خبرې ترې پاتې کیږي او په لیکنه کې ځای نشي ورکولی. لیکوالان کیسې لیکي، خو ځینې برخې چې باید په لیکنه ځای ورکړي او ویې لیکي ترې پاتې کیږي.
دغه خبره په نویو او تازه کارو لیکوالانو کې ډيره لیدل کیږي.د دې کار لپاره چې ما کوم لاملونه تراوسه اوریدلي ،هغه دادي چې یو شمیر لیکوالان غواړي په کیسه ځینې خبرې د لوستونکو تخیل او ذهن ته یې پریږدي او غواړي په دې کار سره لوستونکي هم د کیسې په بشپړولو کې ګډ کړي.
سره له دې چې دا ډول ډیرې کیسې لیکل کیږي، د ښه مضمون په لرلو سره سره بیاهم په داسې لیکنو بدلیږي چې کله یې لوستل ستونزمن وي او کله کله هم د درک وړ نه وي، چې د کیسې مضمون ، طرحه، کرکټر او فضا په زړه پورې نه وي، کیسې منطقي تسلسل نه لري او لوستل یې زړه تنګي پیدا کوي.ما خپله د یو لوستونکي په توګه دا ډول کیسې ډیرې کمې تر پایه لوستي دي.
د پښتو ادبیاتو ډیرې ځوان لوستونکي تر ډيره، داستاد اسدالله غضنفر، زرین انځور، ګل رحمن رحماني،نصیراحمد احمدي او غفور لیوال له لیکنو سره لیوالیتا لري.
که چیرې موږ د لوستونکو په توګه د داسې کیسو، ناول او رومان له لوستو خوند اخلو چې کولای شو د هغو فضا انځور او روایت یې تعقیب کړو؛ نو بیا څنګه کولی شو فکر وکړو چې لوستونکي به زموږ له پېچلو او ګډوډو لیکنو خوند واخلي؟
د لیکوالۍ په سبکونو کې له توپيرونو سره سره د دا ډول اثارو د لیکوالانو په لیکنو کې ډغه ډول ځانګړنه(نه لیکوالي) نه لیدل کیږي، یو عادي لوستونکی د ګل رحمن رحماني (د ازادۍ لیوني) تاريخي ناول په ډیرې لیوالتیا تر پایه لولي.
همدا ډول د استاد غضنفر ليکنې او د نصیر احمد احمدي کيسې هم د لوستونکو لپاره په زړه پورې دي.
خو لازمه نده چې هر لوستونکی د کیسې او رومان له لوستو د خوند اخستو لپاره ټولې (نه لیکنې) درک کړي، ځینې دا ډول نه لیکنې کیدای شي د یوه پوخ لیکوال لپاره هم د درک وړ نه وي او اړ وي چې د ښه درک لپاره یې نور کتابونه مطالعه کړي، دغه ځانګړنه د کیسې اصلي متن ته کومه ستونزه نه رسوي.
د انګلیسې لوستونکي په پرتله چې د ناپلیون (دايي جان) رومان په انګریزي ژبه لولي، د افغان او ایراني لوستونکو چې د دغې نسخې ژباړه لولي په ښه ډول د ردک وړ دي.
دغه راز د خالد حسینې د کاغذپران باز رومان ژباړه د افغانانو لپاره په ښه ډول د انځور وړ ده نسبت دې ته چې غربي لوستونکي دغه اثر په خپله ژبه ولولي.
همدا ډول،د سلمان رشدي شرم رومان د هند نیمې وچې لوستونکو لپاره ډیر د درک وړ دی نسبت دې ته چې انګریزان یې درک کړي ، سره له دې چې سلمان رشدي په انګریزي لیکنې کوي، خو همدا رومان د هغو امريکايانو په پرتله چې د هند له نيمې وچې سره اشنايي نه لري، د هغو بریتانویانو لپاره چې د هند له نیمې وچې سره ډير بلد دي، په ښه ډول د پوهې وړ دى.
حتی همدا رومان د ایرانیانو په پرتله د افغانانو لپاره ځکه د درک وړ دی چې د هند او پاکستان له فرهنګ او تاریخ سره ډیر بلد دي.
طبيعې خبره ده هره لیکنه چې د لوستونکي له ټولنې او ژوند سره ډيرې او نږدې اړیکې ولري لوستونکی کولی شي د هغې لیکنې(نه لیکنې)په ښه ډول درک کړي او د لیکنې له لوستو ډير خوند اخلي.
شرم یو پیچلی رومان دی چې په جادويي ریالیسم سبک لیکل شوی دی، د دغه رومان اصلي موضوع د پاکستان او هند بیلوالی دی چې هغه مهال ده هند له حکومت څخه د ذوالفقار عالی بوټو او جنرال ضیاالحق په رهبرۍ بیل حکومت جوړ شو.
دغه رومان په ۱۹۸۳ کې خپور شو، دغه رومان تر ډيره فرهنګي، مذهبي او سیاسي رنګ لري او هر لوستونکی چې له هند او پاکستان سره ډير بلد وي په ښه ډول ورته د درک وړ دی او موضوع په ژوره توګه درک کولی شي.
خو دا په دې معنا نده چې کوم لوستونکی د شرم رومان یا ځینو نورو اثارو چې یادونه یې وشوه له چاپیریال سره بلد نه وي خوند نه اخلي،ټول دا ډول رومانونه د د داستاني ادبیاتو ښې او اصلي ځانګړنې لري، پیاوړي کرکټرونه،ښه روایت،ښه او پیاوړی کییسه ییز جوړښټ، او په زړه پورې فضا د داسې داستاني ادبیاتو لویه ځانګړنه بلل کیږي.
عادي لوستونکی د نوښت په لټه کی دی، متفاوتې لیکنې او فضا جوړونه، غیرکلیشه یي کرکټرونه او مضمونونه چې تکراري نه وي لوستونکي یې خوښوي؛ خو ځینې کیسې چې مبهمې او پیچلې وي، د کیسې کرکټرونه او فضا یې په سمه توګه نه وي انځور شوي.
د کیسې روایت ته منطقي تسلسل نه وي ورکړل شوی او یا هم د کیسې طرحه په سمه توګه نه وي اوډل شوي داسې لیکنې او کیسې د لوستونکو هیلې او انتظار نشي پوره کولی. کيسه لیکنه ځان ته اصول او قواعد لري او هره کیسه چې دا اصول او قواعد په پام کې ونیول شي ښه کیسه یې بللی شو.
په ټوله کې کیسه د لوستو لپاره لیکل کیږي، خو ایا کولی شو هغه کیسه چې لوستونکی یې په نیمه کې پریږدي او تر پایه یې نه لولي او خوند ترې نه اخلي ښه کیسه وبولو او لوستونکی ملامت کړو چې د پوهې او درک لپاره شعور او هوښ نه لري؟